اسلام‌ اباد : د پاکستان وفاقي حکومت د ایي اېس ایي د داخلي چارو د مهمې څانګې مشر مېجر جنرل فیصل نصیر د ترهګرۍ پر ضد مبارزې قومي ادارې، نیکټا، د مشر په توګه ټاکلی دی.

 

د اسټېبلشمنټ ډویژن له خوا په خپور شوي نوټیفیکېشن کي ویل شوي چې فیصل نصیر به د درېو کلونو لپاره په دې دنده کار کوي او ټاکنه یې سمدستي نافذه شوې ده.

 

فیصل نصیر له ۲۰۲۲م کال راهیسې په ایي اېس ایي کي د ډایرکټر جنرل «سي» په توګه دنده ترسره کوله. دا د ایي اېس ایي له مهمو څانګو څخه ده چې د هېواد له داخلي امنیت، استخباراتي چارو او مهمو کورنیو امنیتي موضوعاتو سره تړلې چارې څاري.

 

پاکستاني رسنۍ وايي، د ډایرکټر جنرل «سي» څوکۍ د ایي اېس ایي له مهمو او اغېزمنو څوکیو څخه ګڼل کېږي او پر دې څوکۍ ټاکل شوی افسر د هېواد له داخلي امنیت سره په تړلو مهمو چارو کي مرکزي رول لري.

 

مېجر جنرل فیصل نصیر له دې وړاندې هم د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په بېلابېلو مهمو څوکیو دنده ترسره کړې ده. د هغه نیکټا ته ټاکنه په داسې وخت کي شوې چې پاکستان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کي له زیاتېدونکو وسله والو بریدونو او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

 

نیکټا په پاکستان کي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مرکزي قومي اداره ده. دا اداره د ترهګرۍ ضد تګلارې جوړوي، د وفاقي او صوبايي امنیتي ادارو ترمنځ د ګډ کار لپاره لارې چارې برابروي او د وسله والو ډلو، سختدریځۍ او امنیتي ګواښونو په اړه معلومات راټولوي او ارزوي.

 

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول دا نه دي ویلي چې فیصل نصیر ولې له ایي اېس ایي څخه نیکټا ته لېږل شوی او د هغه پر ځای به د ایي اېس ایي د ډایرکټر جنرل «سي» پر څوکۍ څوک ټاکل کېږي.