سوریب : د بلوچستان د سوریب ضلعه انتظامیې ویلي، په ښار کي نوی جوړ شوی فېملي پارک به نن، د سپټمبر پر ۵مه، د مازیګر پر پنځو بجو په رسمي ډول پرانیستل شي.
ضلعه انتظامیه وايي، د پارک د پرانیستې لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي او د سیمې د بېلابېلو سرکاري ادارو، پولیسو، امنیتي ځواکونو او تعلیمي ادارو چارواکي به هم په مراسمو کي ګډون وکړي.
چارواکي وايي، نوی فېملي پارک د ښار د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د کورنیو او ماشومانو لپاره د تفریح او آرام یوه نوې عامه ځای په توګه جوړ شوی دی.
د ضلعه انتظامیې په وینا، د پارک د پرانیستې مراسم د سپټمبر د شپږمې د دفاع ورځې له پروګرامونو سره هم تړاو لري او د دې ورځې په مناسبت به په سرکاري دفترونو، ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو کي ځانګړي پروګرامونه، واکونه او نور فعالیتونه ترسره شي.
د سوریب ډپټي کمشنر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پرانیستې مراسمو او د دفاع ورځې د پروګرامونو لپاره امنیتي، انتظامي او نور ضروري انتظامات پر وخت بشپړ کړي.
ضلعه انتظامیې ویلي، د دواړو ورځو پروګرامونه به د ټاکلي پلان له مخې ترسره کېږي او هڅه کېږي چې د ګډونوالو لپاره مناسب امنیت او نورې اسانتیاوې برابرې شي.


نعيم اچکزئي