اسلام اباد : د پاکستان د قامي ټکنالوجۍ پوهنتون ۷۱ زده کوونکي چین ته لېږي، چې هلته د درې کلن ګډ ډیپلوم پروګرام وروستی کال بشپړ کړي.
پوهنتون وايي، دغو زده کوونکو د خپلو زده کړو لومړي دوه کلونه په اسلاماباد کي بشپړ کړي او اوس به د درېیم کال لپاره چین ته ځي. دغه زده کوونکي د سافټویر ټکنالوجۍ، مېکاټرونکس او د ډېرو معلوماتو د ټکنالوجۍ په برخو کي زده کړې کوي.
د پوهنتون د معلوماتو له مخې، زده کوونکي به په چین کي په تخنیکي او مسلکي زده کړو سربېره عملي روزنه هم ترلاسه کړي، څو د صنعت له اړتیاوو سره سم مهارتونه زده کړي او د کار موندنې امکانات یې زیات شي.
د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په اسلاماباد کي دغو زده کوونکو ته د مخه ښې مراسم هم شوي وو. په مراسمو کي د وزیراعظم د ځوانانو د پروګرام مشر رانا مشهود احمد خان، د پاکستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو د ادارې مشر قمرالاسلام راجا او په پاکستان کي د چین د سفارت د فرهنګي چارو سلاکار چینګ پېنګ ګډون کړی و.
قمرالاسلام راجا ویلي، د پاکستان تخنیکي او مسلکي زده کړې باید د کار بازار له اړتیاوو سره برابرې شي او له بهرنیو تعلیمي ادارو سره ګډ پروګرامونه پاکستاني ځوانانو ته د عملي مهارتونو او د کار موندنې په برخه کي ښه فرصتونه برابرولی شي.
رانا مشهود احمد خان زده کوونکو ته ویلي چې په چین کي له موجودو تعلیمي او تخنیکي فرصتونو بشپړه ګټه واخلي او د پاکستان مثبت استازیتوب وکړي.
د دغه پروګرام له مخې زده کوونکي دوه کاله په پاکستان او وروستی کال په چین کي زده کړې کوي. د پوهنتون په وینا، مقصد دا دی چې زده کوونکي له نړیوالو تخنیکي معیارونو، پرمختللو وسایلو او د چین له صنعتي او تعلیمي چاپېریال سره عملي بلدتیا پیدا کړي.
دا د دې ګډ پروګرام دویمه لویه ډله ده. تېر کال د همدې پروګرام په لومړۍ ډله کي ۲۳ پاکستاني زده کوونکي چین ته تللي وو. هغوی د سافټویر ټکنالوجۍ دوه کلنې زده کړې په اسلاماباد کي کړې وې او د وروستي کال لپاره د چین ګوانګجو پولیټېکنیک پوهنتون ته استول شوي وو.
د روان کال ۷۱ زده کوونکي به د چین د سوژو پولیټېکنیک پوهنتون او د ګویژو د الکترونیک مسلکي کالج کي خپلې زده کړې او عملي روزنه پر مخ وړي. د پاکستان او چین ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو دغه پروګرام په داسې وخت کي پراخېږي چې دواړه هېوادونه د صنعت، نوې ټکنالوجۍ او ماهرو کارکوونکو د روزنې په برخه کي د همکارۍ د زیاتولو خبره کوي.
د پوهنتون چارواکي وايي، په راتلونکي کي د برېښنايي موټرو، زرغونې ټکنالوجۍ او نورو نوو تخنیکي برخو کي هم د ګډو زده کړو او روزنې د پراخولو پلانونه تر بحث لاندې دي.


شال نیوز