اسلام‌ اباد : د پاکستان د کمپنیو د رجسټریشن ادارې ویلي دي، چې د ۲۰۲۶م کال په اګست کې ۴ زره ۷۶۱ نوې کمپنۍ رجسټر شوې دي چې ورسره په هېواد کې د رجسټر شوو کمپنیو مجموعي شمېر ۳۱۱ زره ۷۶۵ ته رسېدلی دی.

 

اداره وايي، چې په اګست کې ۹۹.۹ فیصده رجسټریشنونه په انلاین ډول شوي او درې بهرنیو کمپنیو هم په پاکستان کې ځانونه رجسټر کړي دي.

 

د صوبو او سیمو له مخې، په پنجاب کې تر ټولو زیاتې ۲ زره ۵۴۷ نوې کمپنۍ رجسټر شوې دي. په اسلام‌ اباد کې ۸۴۳، سند کې ۷۰۲، خیبر پښتونخوا کې ۴۰۷، ګلګت بلتستان کې ۱۵۱ او بلوچستان کې ۱۱۱ نوې کمپنۍ رجسټر شوې دي.

 

اداره وايي، په نویو رجسټر شوو کمپنیو کي ۱۳۴ بهرنیو سرمایه کارو پیسې لګولي چې ۱۰۶ یې چینايي سرمایه کار دي.

 

د کاروبار د برخو له مخې، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کي ۸۷۲ نوې کمپنۍ رجسټر شوي چې تر ټولو لوړه شمېره ده. د تجارت په برخه کي ۷۳۲ او د خدماتو په برخه کي ۶۰۱ نوې کمپنۍ رجسټر شوي دي.

دا شمېرې د ۲۰۲۶م کال د اګست میاشتې دي او د سپتمبر پر څلورمه خپرې شوې دي.