سوات : د جماعت اسلامي پاکستان مشر حافظ نعیم الرحمن حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د پټرول لېوي کمولو، ملاکنډ ډویژن ته د ټېکسونو د معافیت او نورو ولسي غوښتنو په اړه اقدام ونه شي، نو د دوی احتجاجي تحریک به نور هم پراخ شي.

 

حافظ نعیم الرحمن د جمعې پر ورځ په سوات کي یوې ولسي غونډې ته په وینا کي اعلان وکړ چې د یکشنبې له ورځې به د سوات په نشاط چوک کي پرلت پیل شي او لس ورځې وروسته به په ټول هېواد کي د ټرانسپورټ د بندولو «پیه جام» هړتال اعلان کړي.

 

هغه وویل، که حکومت بیا هم غوښتنې ونه مني، جماعت اسلامي به د اسلام‌اباد پر لور د پیاده مارچ پر انتخاب هم غور وکړي. د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا شمالي مشر عنایت الله خان او نورو مشرانو هم غونډې ته ویناوې وکړې.

 

حافظ نعیم الرحمن وویل، د پټرولیم لېوي او ګرانۍ پر ضد د جماعت اسلامي پرلتونه په لاهور، پېښور او کراچۍ کي شلمې ورځې ته رسېدلي دي، او په حیدراباد، چترال، د سند په یو شمېر سیمو او سویلي پنجاب کي هم احتجاجونه روان دي.

 

هغه وویل، که حکومت د خبرو او کمیټیو له لارې د ستونزو حل ونه کړي، جماعت اسلامي به د «حکومت غورځوئ، انقلاب راوړئ» په نوم د پراخ احتجاجي مارچ پر پیلولو هم غور وکړي. د هغه په وینا، جماعت اسلامي به ډېر ژر د احتجاجونو لپاره یوه لویه بلنه اعلان کړي، خو د اعلان وخت یې نه دی ښودلی.

 

حافظ نعیم الرحمن وویل، حکومت باید د ولس د ستونزو د حل لپاره سمدستي عملي ګامونه پورته کړي، کنه په ټول هېواد کي به احتجاجي تحریک نور هم زور واخلي. هغه د ملاکنډ ډویژن د خلکو د ټېکس معافۍ غوښتنه پر ځای وبلله او ویې ویل، تر هغو چې په سیمه کي حالات په بشپړ ډول عادي شوي نه وي، خلکو ته باید په ټېکسونو کي رعایت ورکړل شي.

 

د جماعت اسلامي مشر وویل، د ملاکنډ ډویژن خلکو د اوږدې مودې لپاره ناامنۍ او نورو ستونزو سره مخامخ پاتې شوي او په داسې حالاتو کي پر هغوی د نویو ټېکسونو لګول «ناانصافي» ده. هغه دا خبره هم وکړه چې په سیمه کي د خلکو د ځمکو او ملکیتونو د حقونو په اړه ستونزې شته او حکومت باید د خلکو اندېښنو ته جدي پام وکړي.

 

حافظ نعیم الرحمن پر حکومت نیوکه وکړه چې د پټرول لېوي د کمولو پر ځای وايي دا کار ممکن نه دی، حال دا چې د هغه په وینا، د ګرانۍ له امله اغېزمن خلک د بیو د کمېدو او اقتصادي رعایت غوښتنه کوي. هغه وویل، که د جماعت اسلامي غوښتنې ونه منل شي، راتلونکی احتجاج به یوازې شټر ډاون هړتال نه وي، بلکې په ټول هېواد کي به «پیه جام» هړتال وي.

 

حافظ نعیم الرحمن وویل، د پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا خلک به هم په دې احتجاجي تحریک کي ګډون وکړي او حکومت باید د خلکو مخ پر زیاتېدونکې ناراضګي له پامه ونه غورځوي.