اسلام‌ اباد : په کابل کې د پاکستان سفیر ،عبیدالرحمان نظاماني، د مشورو لپاره اسلام‌ اباد ته راغوښتل شوی او د پاکستان له نایب وزیراعظم او خارجه وزیر ،اسحاق ډار، سره یې د افغانستان او سیمې د امنیتي حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی دی چې چین هم د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره تازه ډیپلوماتیکې هڅې پېل کړې دي.

 

د پاکستان دولتي راډیو ،د سپتمبر په ۳مه، ویلي دي، چې نظاماني او اسحاق ډار د سیمې پر بدلېدونکي امنیتي حالت او هغو مسئلو خبرې کړې دي چې پر پاکستان مستقیم اغېز لري. ډار ویلي، پر هغو سیمه‌ ییزو پرمختګونو باید نږدې نظر وساتل شي چې د سولې او امنیت لپاره اغېزې لرلی شي.

 

د نظاماني اسلام‌ اباد ته راغوښتل کېدل ښيي چې پاکستان له افغان طالبانو سره د راتلونکو اړیکو او امنیتي خبرو په اړه خپل دریځ ارزوي. تر دې وړاندې د چین د افغانستان لپاره ځانګړي استازي هم په اسلام‌ اباد کې له پاکستانی چارواکو سره لیدلي او د ارومچي د خبرو د بیا پېل او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پر لارو یې خبرې کړې وې.

 

پاکستان په وروستیو میاشتو کې په وار وار له افغان طالبانو غوښتي چې د ټي‌ ټي‌ پي او نورو وسله والو ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي. طالبان بیا وايي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د استعمال اجازه نه ورکوي.

 

تر اوسه پاکستان په رسمي ډول نه دي ویلي چې نظاماني به له اسلام‌ اباد څخه کابل ته کوم نوی پیغام وړي، خو د هغه راغوښتل کېدل او له اسحاق ډار سره ملاقات دا ښيي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د راتلونکې تګلارې پر مهمو برخو مشورې روانې دي.