اسلام اباد : د پاکستان د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو، جولایۍ او اګست کې، سوداګریز کسر ۷ اعشاریه ۱۲ اربه ډالرو ته رسېدلی دی. د پاکستان د شماریاتو ادارې ،د سپتمبر د ۳مې، د شمېرو له مخې، په دې موده کې له بهرنیو هېوادونو پاکستان ته د راوړل شوو مالونو ارزښت ۱۲ اعشاریه ۵۸ اربه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۱۳ فیصده زیات دی.
په مقابل کې، له پاکستانه نورو هېوادونو ته د لېږل شوو مالونو ارزښت ۵ اعشاریه ۴۶ اربه ډالره ثبت شوی، چې شاوخوا اووه فیصده زیاتوالی ښيي. د دواړو ترمنځ توپیر له دې سره ۷ اعشاریه ۱۲ اربه ډالرو ته رسېدلی دی.
شمېرې ښيي چې له بهر نه د راوړل کېدونکو مالونو ارزښت د هغو مالونو په پرتله په چټکۍ زیات شوی دی چې پاکستان یې نورو هېوادونو ته لېږي، او دې حالت د هېواد سوداګریز کسر پراخ کړی دی.
خو د اګست په میاشت کې د جولایۍ په پرتله سوداګریز کسر څه کم شوی دی. په جولایۍ کې دا کسر ۳ اعشاریه ۹۵ اربه ډالره و، خو په اګست کې ۳ اعشاریه ۱۷ اربه ډالرو ته راټیټ شوی دی، چې نږدې ۱۹ اعشاریه اووه فیصده کموالی جوړېږي.
په اګست کې پاکستان له بهر نه د ۵ اعشاریه ۶۸ اربه ډالرو مالونه راوړل، چې د جولایۍ په پرتله ۱۷ اعشاریه اووه فیصده کم دي. په همدې میاشت کې له پاکستانه نورو هېوادونو ته د لېږل شوو مالونو ارزښت هم شاوخوا ۱۵ فیصده کم شوی او ۲ اعشاریه ۵۱ اربه ډالرو ته رسېدلی دی.
د روان مالي کال په پېل کې د سوداګریز کسر زیاتوالی په داسې وخت کې راغلی دی چې پاکستان د بهرنیو قرضونو د قسطونو او سود د ورکړې لپاره هم په لویه کچه ډالرو او نورو بهرنیو پیسو ته اړتیا لري.
د ورکړل شوو شمېرو له مخې، پاکستان په روان مالي کال کې باید له ۲۶ اربه ډالرو زیات د بهرنیو قرضونو د قسطونو او سود په توګه ورکړي، چې له کبله یې د بهرنیو پیسو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده. په تېر مالي کال کې هم د پاکستان سوداګریز کسر شاوخوا ۳۹ اعشاریه پنځه اربه ډالره ثبت شوی و.
اقتصادي ماهران وايي، چې که له بهر نه د راوړل کېدونکو مالونو ارزښت د پاکستان له خوا بهر ته د لېږل کېدونکو مالونو په پرتله په چټکۍ زیات پاتې شي، نو د ډالرو پر زېرمو او د هېواد پر بهرنیو مالي حسابونو فشار نور هم زیاتېدی شي.
د دوي په وینا، د سوداګریز کسر د کمولو لپاره پاکستان ته اړتیا ده چې بهر ته د خپلو مالونو خرڅلاو زیات کړي او له بهر نه د هغو مالونو راوړل راکم کړي چې په هېواد دننه یې بدیل موجود وي.


شال نیوز