اسلام اباد : چین پاکستان ته د څارویو د ناروغیو د مخنیوي لپاره ۳۰۰ زره واکسین ورکړي دي. د پاکستان د خوراکي امنیت وفاقي وزیر رانا تنویر حسین ویلي، دغه واکسینونه به په هېواد کي د څارویو د ساتنې، د کلیوالو کورنیو د روزګار د ملاتړ او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره استعمال شي.
نوموړي ویلي، د څارویو ناروغۍ هر کال ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه رسوي او د واکسینونو دا مرسته به په ځانګړي ډول هغو سیمو کي ګټوره وي چې د خلکو د روزګار یوه مهمه برخه د څارویو له پالنې سره تړلې ده.
چینايي چارواکو ویلي، کرنه او د څارویو پالنه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو له مهمو برخو څخه دي او بېجینګ غواړي له پاکستان سره د څارویو د روغتیا، بایوټکنالوجۍ، د ناروغیو د تشخیص او د څارویو د روزنې په برخو کي همکاري نوره هم پراخه کړي.
د چین او پاکستان چارواکو ویلي، د کرنې او څارویو په برخه کي ګډې پروژې به د ناروغیو د مخنیوي، د تولید د زیاتوالي او د کلیوالو خلکو د عایداتو په ښه کېدو کي مرسته وکړي.
د واکسینونو د سپارلو مراسم د سپټمبر پر دویمه ترسره شوي وو، خو چینايي چارواکو یې تفصیلي راپور د سپټمبر پر څلورمه خپور کړی دی.


شال نیوز