ابوظبي : د پاکستان ۶۴ کلن وګړي شوکت افتاب په ابوظبي کي د «بګ ټکټ» لاټرۍ ۱۵ میلیونه درهمه ګټلې ده، چې په پاکستانۍ روپو کي شاوخوا یو ارب، ۱۳ کروړه او ۳۳ لکه روپۍ جوړېږي. د بګ ټکټ د ۲۹۰مې لاټرۍ په ترڅ کي د شوکت افتاب د ۲۴۵۵۵۶ شمېرې ټکټ لومړۍ جایزه وګټله. نوموړي دغه ټکټ د اګست پر څلورمه اخیستی و.

 

د لاټرۍ منتظمینو شوکت افتاب ته په پاکستان کي ټیلیفون وکړ او د لویې جایزې د ګټلو خبر یې ورکړ، خو نوموړي په لومړي سر کي پر دې خبره باور ونه کړ او فکر یې وکړ چې ښايي دا د درغلۍ ټیلیفون وي. وروسته چې د هغه د ټکټ شمېره په رسمي ډول تایید شوه، شوکت افتاب ته څرګنده شوه چې رښتیا یې د ۱۵ میلیونه درهمو جایزه ګټلې ده.

 

د راپورونو له مخې، شوکت افتاب له څه مودې راهیسې د بګ ټکټ لاټرۍ ټکټونه اخیستل او دا ځل یې ټکټ د لومړۍ جایزې لپاره ووت. په همدې لاټرۍ کي څلورو د هند وګړو او یوه بنګله‌دېشي وګړي هم هر یوه ۱۰۰ زره درهمه جایزه ګټلې ده.

 

بګ ټکټ په ابوظبي کي یوه مشهوره لاټرۍ ده چې پکي په منظم ډول د نغدو پیسو او موټرو لویې جایزې ورکول کېږي.