اسلام اباد : د پاکستان پخوانی ډيپلومات او په رومانیا او ارجنټاین کي د دغه هېواد پخوانی سفیر ،ایاز محمد خان، وايي، طالبان باید په خپلو کورنیو او بهرنیو کړنلارو کي لازم بدلون راولي، کنه افغانستان د یوې بلې پراخې کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کېدای شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ریکارډونه ښيي چې ایاز محمد خان په رومانیا او وروسته په ارجنټاین کي د پاکستان سفیر پاتې شوی دی.
خان ویلي، که طالبان د افغان ولس او د سیمې د هېوادونو اندېښنې له پامه وغورځوي، په افغانستان کي مخ پر زیاتېدونکې ناخوښي او ولسي غوسه به د وضعیت د لا خرابېدو سبب شي.
هغه وویل:
«که طالبان په خپلو کورنیو او بهرنیو کړنلارو کي لیدلوری بدل نه کړي او د شاوخوا هېوادونو او افغان ولس اندېښنې له پامه وغورځوي، په افغانستان کي دننه مخ پر زیاتېدونکې ناخوښي او ولسي غوسه به په بې ساري ډول د یوې لویې کورنۍ جګړې خطر زیات کړي.»
پخواني پاکستاني ډيپلومات د افغانستان اوسنی وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د حالاتو د لا خرابېدو مخنیوي لپاره روښانه او اغېزمن رول ولوبوي.
د هغه په وینا، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو خپل سیاسي او ډيپلوماتیک اغېز وکاروي څو هغوی د ښه ګاونډیتوب، د هېوادونو د حاکمیت د درناوي او د نړیوالو اړیکو د منل شویو اصولو رعایت ته وهڅول شي.
ایاز محمد خان تر دې مخکې هم ویلي وو چې د پاکستان د افغانستان په اړه په اساسي تګلاره کي بشپړ بدلون نه دی راغلی، خو اسلاماباد غواړي طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د فعالیتونو روان وضعیت ورته د منلو وړ نه دی.
د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۲۰۲۱ کال په اګست کي په کابل کي د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لومړیو کي نسبتاً نږدې وې، خو وروسته د امنیت، سرحدي نښتو، سوداګرۍ او په ځانګړي ډول د ټي ټي پي پر سر ترینګلې شوې.
پاکستان وايي، د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي او هلته پټنځایونه لري. طالبان دا تورونه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د همدې اختلافاتو له امله د پاکستان او طالبانو ترمنځ څو ځله لفظي شخړې، سرحدي نښتې او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کي د تګ راتګ او سوداګرۍ د لارو بندښتونه هم رامنځته شوي دي.
پر پکتیکا، کونړ او پکتیا د پاکستان وروستیو هوايي او ځمکنیو بریدونو هم د دواړو لورو اړیکې لا پسې ترینګلې کړې دي. طالبانو دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت سرغړونه بللې، خو پاکستان په وار وار ویلي چې د خپلې خاورې او ولس د امنیت لپاره د وسله والو پر ضد د اقدام حق لري.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کي د تورخم، غلام خان، خرلاچي او نورو مهمو لارو څو ځله تړل کېدو د دواړو خواوو سوداګرۍ او ترانزیټ ته هم درانه زیانونه رسولي او سوداګرو په وار وار غوښتنه کړې چې سیاسي او امنیتي اختلافات دې له سوداګرۍ جلا وساتل شي.


شال نیوز