کوټه : پولیس وايي، ناڅرګنده وسله والو په کوټه کي ځايي سوداګر صلاح‌الدین نورزی په ډزو وژلی او د پېښې په تړاو یې مقدمه درج کړې ده.

 

خو بلخوا د وژل شوي سوداګر خپلوانو ،د سپتمبر په ۳مه، د هغه جسد د کوټې ائیرپورټ روډ ته راوړی او د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې کړې وه. د احتجاج له امله ائیرپورټ روډ د څه وخت لپاره د ټرافیک پر مخ تړل شوی و او په سیمه کي د موټرو تګ راتګ سخت اغېزمن شوی و.

 

احتجاج کوونکو ویلي، تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې د صلاح‌الدین نورزي د وژنې عاملان ونیول شي. وروسته د پولیسو او انتظامیې چارواکو له هغوی سره خبرې وکړې او باور یې ورکړ چې د پېښې پلټنه به په جدي توګه کېږي او د قاتلانو د موندلو لپاره به اقدامات کېږي.

 

د چارواکو له باور ورکولو وروسته احتجاج کوونکو جسد له سړکه پورته کړ او ائیرپورټ روډ یې د ټرافیک لپاره بېرته پرانیست. ځايي راپورونه وايي، د وژل شوي سوداګر زوی هم څو میاشتې مخکې نامعلومو کسانو تښتولی و. تر اوسه پولیسو نه دي ویلي چې د زوی د تښتونې او د صلاح‌الدین نورزي د وژنې ترمنځ کوم تړاو شته که نه.

 

پولیس وايي، د وژنې مقدمه یې درج کړې او د پېښې د علت او د برید کوونکو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.