کابل : د حزب اسلامي مشر ،ګلبدین حکمتیار، د سپتمبر په ۴مه، سهار په یو پیغام کي د خپل ګوند له غړو غوښتي چې له هغو کسانو سره خپلې ګوندي اړیکې پرې کړي چې د طالبانو، جمعیت اسلامي او نظار شورا د سیاستونو ملاتړ یا ستاینه کوي او یا له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
حکمتیار په خپل پیغام کي ویلي، د حزب اسلامي غړي باید له هغو کسانو سره هم ګوندي اړیکې ونه ساتي چې د پخواني شاهي نظام، د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ، کمونیستي ډلو او نورو سیاسي جریانونو د سیاستونو ملاتړ کوي.
هغه خپلو پلویانو ته ویلي:
«هغوی ته ووایئ چې له همدې ډلو سره په اخلاص ودرېږئ او نور د حزب نوم پر ژبه مه راوړئ.»
حکمتیار په دې پیغام کي د هغو کسانو نومونه نه دي اخیستي چې د ده په وینا، له حزب اسلامي سره د تړاو ترڅنګ د نورو سیاسي ډلو ملاتړ هم کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې حکمتیار له څو میاشتو راهیسې په مالیزیا کي دی. نوموړی د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کي مالیزیا ته تللی و. د هغه کورنۍ او اړوندو سرچینو هغه مهال ویلي وو چې سفر یې د طبي معایناتو او درملنې لپاره دی. د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کي په روغتون کي د حکمتیار پوښتنه کړې وه.
د حزب اسلامي اړوندو رسنیو په وروستیو میاشتو کي هم د حکمتیار له مالیزیا څخه د فعالیتونو او پیغامونو راپورونه خپاره کړي دي. د حزب اړوند «نهضت» ویبپاڼې په فبرورۍ کي لیکلي وو چې حکمتیار په مالیزیا کي د درملنې پر مهال له خپلو پلویانو سره انلاین خبرې کړې وې.
ګلبدین حکمتیار د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جګړه کي د افغان مجاهدینو له مهمو مشرانو څخه و او وروسته یې د افغانستان په کورنیو جګړو کي هم مهم رول درلود.
نوموړي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له ختمېدو وروسته کلونه له کابل حکومت څخه بهر تېر کړل. حزب اسلامي په ۱۳۹۵ لمریز کال کي د افغانستان له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او حکمتیار په ۱۳۹۶ کال کي کابل ته ستون شو.
حکمتیار د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي هم نوماند و، خو بریالی نه شو.


شال نیوز