ګداني : پاکستان د بلوچستان په ګداني کې د زړو بېړیو د ماتولو او بیا کارولو صنعت د عصري کولو لپاره د شاوخوا ۴۳.۳ میلیونه ډالرو، یا ۱۲ اربه روپیو، پروژه عملي پړاو ته داخله کړې ده. د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي وايي، چې د پروژې د تدارکاتو او ودانیزو کارونو بهیر پېل شوی دی.

 

د سمندري چارو وزارت چارواکي وايي، چې د دې پروژې موخه دا ده چې د ګداني پخوانی شپ‌ برېکینګ صنعت په یو عصري، خوندي او د چاپېریال له نړیوالو معیارونو سره برابر شپ‌ ریسایکلنګ صنعت بدل کړي.

 

په پروژه کې د مزدورانو لپاره ۳۰ بستریز روغتون، د روغتیايي کارکوونکو د اوسېدو بلاکونه، د مزدورانو کالوني، ښوونځی او عامه پارک شامل دي. د دې ترڅنګ به ۳۲ کیلومتره داخلي سړکونه، د اور وژنې او ژغورنې مرکزونه، د پاکو اوبو رسولو او درملنې مرکزونه او د خطرناکو او صنعتي موادو د خوندي درملنې نظام هم جوړېږي.

 

د پروژې په یوه بله برخه کې د پنځه مېګاواټه سولر بجلۍ نظام هم شامل دی چې د ګداني د بېړیو ماتولو او اړوندو صنعتي چارو لپاره به بجلۍ برابروي. د پاکستان د سرکاري تدارکاتو اسناد ښيي چې د دې سولر پروژې لپاره هم د داوطلبۍ بهیر پېل شوی دی.

 

چارواکو ویلي دي، چې د پروژې لپاره په ۲۰۲۶ ـ ۲۷م مالي کال کې د وفاقي پرمختیايي پروګرام له لارې ۷۸۰ میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي. د مزدورانو د کالونۍ د جوړولو لپاره هم جلا سرکاري داوطلبۍ ترسره شوې دي.

 

پاکستان غواړي د ګداني د بېړیو ماتولو صنعت د هانګ کانګ نړیوال کنوانسیون له معیارونو سره برابر کړي. دا نړیوال تړون د زړو بېړیو د خوندي او د چاپېریال له پلوه د مناسب ماتولو او بیا کارولو اصول ټاکي او د ۲۰۲۵م کال په جون کې نافذ شوی و.

 

په ګداني کې د بېړیو ماتولو کار له څو کلونو کم فعالیت وروسته د روان کال په جولایۍ کې بیا پراخ شوی و. چارواکو ویلي وو چې د ۱۶ شپ‌ ریسایکلنګ یارډونو له ډلې نهه یارډونه د هانګ کانګ کنوانسیون له معیارونو سره برابر شوي او د پاتې اوو د منظورۍ او کتنې کار روان دی.

 

د نړیوال کار سازمان او نړیوال سمندري سازمان هم په پاکستان کې د شپ‌ ریسایکلنګ د خوندي کولو لپاره جلا پروګرام پر مخ وړي، چې تمرکز یې د مزدورانو پر خوندیتوب، د خطرناکو موادو پر سم مدیریت او د چاپېریال پر ساتنه دی.