کراچۍ : پولیس وايي، چې د کراچۍ په بره ګزري سیمه کې یوه ۳۵ کلنه ښځه د تېزاب په برید کې ژوبله شوې او د کراچۍ سول روغتون د سوځېدلو کسانو مرکز ته رسول شوې ده. د پولیسو په وینا، ناڅرګند کس د ،د سپتمبر په ۳مه، د ناصر فلټر پلانټ سره نږدې پر ښځې تېزاب شیندلي او له ځایه تښتېدلی دی.
د پولیسو ډاکټرې سمیعې سید ویلي دي، چې د ښځې مخ، غاړه او نس سوځېدلي او د بدن شاوخوا ۱۵ فیصده برخه یې د تېزاب له امله زیانمنه شوې ده.
د سویلي کراچۍ د پولیسو مشر سید اسد رضا ویلي دي، چې ښځه په کلفټن کې په یوې کور کې کار کوي او له کاره خپل کور ته روانه وه چې برید پرې وشو. د هغه په وینا، د ښځې مېړه له بلې مېرمنې سره په پنجاب کې اوسي او د هغې درې زامن هم له خپل پلار سره دي.
پولیس وايي، چې د سیمې د سي سي ټي وي کمرو ویډیوګانې راټولوي، څو د بریدګر شناخت او د برید علت معلوم کړي. تر اوسه د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د سیند اعلا وزیر او د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار د پېښې نوټس اخیستی او پولیسو ته یې ویلي دي چې بریدګر زر تر زره ونیسي او د پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي. د کورنیو چارو وزیر روغتیايي چارواکو ته هم ویلي دي چې ژوبلې ښځې ته بشپړه طبي مرسته ورکړي.


شال نیوز