نورستان : د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ خالد حنفي وايي، چې د دوي په اداره کې قامي، ژبنی او سیمه ییز تعصب ته ځای نشته.
حنفي ،د سپتمبر په ۲مه، په نورستان کې له ځايي خلکو سره یوې غونډې ته ویلي دي، چې خلک باید د ورورولۍ او یووالي فضا پیاوړې کړي او د قام، ژبې او سیمې پر بنیاد له اختلافونو ډډه وکړي.
هغه ویلي:
«زموږ په اداره کې هیڅ ډول قامي، ژبنی او سیمه ییز تعصب ځای نه لري او خلک باید د ورورولۍ فضا پیاوړې کړي.»
د خالد حنفي دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د طالبانو د دفاع وزارت سرڅېړونکي، لطیف الله حکیمي، وړمه ورځ په یوه مرکه کې پښتو د افغانستان یوازینۍ ملي ژبه بللې وه. د حکیمي دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او د افغانستان د ژبو، قامونو او ملي هویت په اړه یې نوی بحث رامنځته کړ.
په همدې تړاو، د طالبانو پخواني مرستیال ویاند او په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، انعام الله سمنګاني، ویلي چې په اوسني اداري جوړښت کې د «ملي ژبې» په نوم جلا تعریف نشته او پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي.
سمنګاني ویلي دي، چې د پښتو ترڅنګ دري هم د هېواد رسمي ژبه ده او د ژبو په اړه بحثونه باید داسې ونه شي چې قامي او ژبني حساسیتونه زیات کړي.
د افغانستان د ژبو او ملي هویت په اړه دا بحث په داسې وخت کې بیا تود شوی دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د قامونو، ژبو او ګډ ملي هویت په اړه بېلابېل نظرونه او سخت غبرګونونه خپرېږي.


شال نیوز