کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر ،محمد حنیف اتمر، د افغانانو د هویت، قامونو او ژبو په اړه وروستۍ لانجمنې څرګندونې غندلې او ویلي یې دي، چې د ژبني او قامي کرکې پارول د ملي یووالي د کمزوري کولو او د افغانانو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو سبب کېږي.
اتمر ،د سپتمبر په ۳مه، پر اېکس لیکلي دي، چې دا ډول هڅې، که په شعوري او که په غیرشعوري ډول کېږي، د افغانانو ملي پیوستون ته زیان رسوي او د تلپاتې سولې او یو مشروع سیاسي نظام لپاره د خلکو ګډې هڅې کمزورې کوي.
نوموړي ویلي دي، چې افغانانو د ۱۳۸۲ لمریز کال د اساسي قانون له لارې د اتباعو د بنسټیزو حقونو، ازادیو، ملي هویت، ژبو او سیاسي نظام په اړه یوه ملي هوکړه کړې وه. د هغه په وینا، دا هوکړه پر ګډې خاورې، تاریخ، برخلیک، ملي ارزښتونو، برابرۍ او عدالت ولاړه وه.
اتمر ویلي دي، چې د افغانستان د هر قام ژبې یا هویت ته سپکاوی، برتري غوښتنه او د واک یا هویت انحصار د هغې ملي هوکړې له روحیې او د افغانانو د برابر، ازاد او عزتمند ګډ ژوند له غوښتنې سره په ټکر کې دی.
هغه افغانستان د ژبو او کلتورونو له پلوه یو متنوع هېواد بللی او ویلي یې دي چې د تېر اساسي قانون له مخې پښتو او دري د دولت رسمي ژبې وې، خو ازبکي، ترکمني، پشي، نورستاني، بلوڅي او پامیري ژبو ته هم په هغو سیمو کې رسمي حیثیت ورکړل شوی و چې ډېر خلک پرې خبرې کوي.
اتمر ویلي دي، چې دا ژبنی او فرهنګي تنوع د افغانستان کمزوري نه، بلکې شتمني ده او د هېواد د خلکو د ګډ ژوند او فرهنګي ودې لپاره مهم ارزښت لري. هغه زیاته کړې چې د افغانانو د کومې برخې ژبې یا هویت ته د سپکاوي او کم ارزښته ښودلو هڅې به د خلکو د ګډ فرهنګي میراث او ملي پیوستون پر وړاندې بریالۍ نه شي.
نوموړي ویلي:
«د افغانستان بېلابېلې ژبې او هویتونه زموږ ګډ میراث او ملي شتمني ده؛ د هر یوه د عزت ساتنه، زموږ د ټولو د عزت ساتنه ده.»
د اتمر دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د طالبانو د دفاع وزارت سرڅېړونکي لطیف الله حکیمي په یوه مرکه کې پښتو «یوازینۍ ملي ژبه» بللې وه. د حکیمي څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ګڼو کسانو یې د افغانستان د نورو ژبو او قامي هویتونو د مقام په اړه نیوکې وکړې.
وروسته د طالبانو پخواني مرستیال ویاند او په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ اوسني رییس انعام الله سمنګاني وویل، چې په اوسني افغانستان کې د «ملي ژبې» په نوم ځانګړی رسمي تعریف نشته او پښتو او دري دواړه د هېواد رسمي ژبې دي.


شال نیوز