بحرین : د سعودي عرب د دفاع وزارت ویلي دي، چې د پاکستان د بحري ځواکونو کموډور راشد شیخ ،د سپتمبر په ۲مه، د ۴۷ هېوادونو د ګډو سمندري ځواکونو دویم مشر ټاکل شوی دی. دغه ګډ سمندري ځواکونه په بحرین کې مرکز لري او د سیمې په مهمو سمندري لارو کې د امنیت لپاره کار کوي.
د سعودي دفاع وزارت وايي، چې د دې ځواکونو له مرکزي دفتره نوی عملي پړاو هم پېل شوی دی او د غړو هېوادونو افسرانو خپلې دندې اخیستې دي. د ګډو سمندري ځواکونو کار د سمندري لارو خوندي ساتل، د نشي موادو او نورو ناقانونه توکو د قاچاق مخنیوی، د سمندري غلو پر ضد عملیات او د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د امنیت لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري ده.
په دې ځواکونو کې پاکستان، امریکا، سعودي عرب، بحرین، هند، قطر، ترکیه، متحده عربي امارات، بریتانیا او ګڼ نور هېوادونه شامل دي. پاکستان له دې مخکې هم د دغو ځواکونو د بېلابېلو سمندري ډلو مشري کړې او په عرب سمندر او شاوخوا اوبو کې یې د قاچاق او سمندري ناامنۍ پر ضد په ګډو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
کموډور راشد شیخ په داسې وخت کې دغه دنده اخیستې ده چې د خلیج او هرمز تنګي امنیت ته اندېښنې زیاتې شوې دي. هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه دی او د خلیج د هېوادونو د تېلو او ګازو لویه برخه له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.
د سعودي دفاع وزارت ویلي دي، د ګډو سمندري ځواکونو غړي هېوادونه به د مهمو سمندري لارو د امنیت، د قاچاق د مخنیوي او د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره خپل ګډ کار ته دوام ورکوي.


شال نیوز