اسلام اباد : د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې، ایف ایي ای ویلي دي، چې ۶۳ بهرني وګړي یې د ویزو د سرغړونو او په ناقانونه فعالیتونو کې د ښکېلتیا په تور له هېواده شړلي دي.
د ادارې په وینا، د سپمبر پر دویمه لومړی ۶۱ کسان ،چې پکې ۳۶ ویتنامیان، ۲۴ چینایان او یو مالیزیايي شامل وو، شړل شوي وو. وروسته دوه نور چینایان هم وشړل شول او مجموعي شمېر ۶۳ ته ورسېد.
د ایف ایي ای په وینا، په شړل شويو کسانو کې ۳۶ ویتنامیان، ۲۶ چینایان او یو مالیزیايي وګړي شامل دي. ټول کسان خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي دي.
چارواکي وايي، چې دغه کسان په اسلام اباد کې د ناقانونه کال سنټرونو او نورو مشکوکو انلاین فعالیتونو په تړاو نیول شوي وو. ایف ایي ای پر هغوي د ویزو له شرطونو د سرغړونې او د ناقانونه فعالیتونو تورونه لګولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو ویزې منسوخې کړې، د وتلو اجازت نامې یې ورکړې او نومونه یې د بهرنیو وګړو په تور فهرست کې شامل کړي دي، څو بېرته پاکستان ته داخل نه شي.


شال نیوز