اسلام اباد : په اسلام اباد کې د سولې او ټولنیزو شخړو د حل په اړه یوې غونډې ګډونوالو غوښتنه کړې ده چې د جرګو ځایي شبکې په نوې، منظمې او قانوني بڼه پیاوړې کړل شي، څو د خلکو ترمنځ وړې شخړې د خبرو، منځګړیتوب او روغې جوړې له لارې زر حل شي.
د سولې نړیوال پروګرام تر سیوري لاندې ،د سپتمبر په ۲مه، شوې غونډه کې ویناوالو ویلي دي، چې جرګه په پاکستان، په ځانګړي ډول پښتني او کلیوالو سیمو کې، د شخړو د حل پخوانی دود دی او لا هم د ځمکو، کورنیو اختلافونو او نورو محلي لانجو په هواري کې مهم رول لوبولی شي.
خو ګډونوالو ټینګار کړی دی چې اوسنی جرګه ییز نظام باید د پاکستان د اساسي قانون او عدالتي حقونو تابع وي او داسې پرېکړې ونه کړي چې د هېواد له قانون سره په ټکر کې وي. دوي ویلي دي، چې د جرګې موخه باید د رسمي عدالتي نظام بدیل جوړېدل نه وي، بلکې په هغو ځایي شخړو کې منځګړیتوب وي چې دواړه اړخونه یې د خبرو له لارې د حل غوښتنه کوي.
په غونډه کې دا خبره هم شوې ده چې د جرګو د پخوانیو طریقو له امله د ښځو، ماشومانو او د ټولنې د کمزورو طبقو د حقونو په اړه اندېښنې موجودې دي. ګډونوالو ویلي دي، چې په هر نوي نظام کې باید د ښځو ګډون او د هغوي قانوني حقونه خوندي وي او هېڅ جرګه باید داسې پرېکړه ونه کړي چې یو کس له خپل اساسي یا قانوني حقه محروم کړي.
ویناوالو ویلي دي، چې که د جرګې غړي روزل شوي وي، د منځګړیتوب روښانه اصول ولري او له قانوني ادارو سره اړیکه ولري، نو د وړو شخړو د حل په برخه کې د پولیسو او عدالتونو فشار هم راکمېدی شي.
جرګه د پښتنو په ګډون د سیمې په یو شمېر ټولنو کې له پېړیو راهیسې د محلي اختلافونو، د ځمکو د شخړو او د کورنیو یا قبیلو ترمنځ د لانجو د حل لپاره کارېدلې ده. خو په پاکستان کې د ځینو جرګو هغه پرېکړې له نیوکو سره مخ شوې دي چې د ښځو او نورو کسانو اساسي حقونه یې اغېزمن کړي وو.
د همدې لپاره د اسلام اباد د غونډې ګډونوالو ویلي دي، چې د دودیزې جرګې ساتل باید د قانون د حاکمیت، بشري حقونو او رسمي عدالتي نظام په حدودو کي وي. دوي ویلي دي، چې د دوي وړاندیز دا دی چې جرګه د ځایي روغې جوړې او منځګړیتوب یوه قانوني او حساب ورکوونکې وسیله وګرځي، نه داسې اداره چې د عدالتونو واک په خپل لاس کې واخلي.


شال نیوز