د ضلعي چارواکو په وینا، د مارچ او اپرېل په میاشتو کې د باجوړ په ماموند او سالارزو سیمو کې د پولې هغې غاړې نه د ډزو او ګولۍ ویشتلو شپږ پېښې رامنځته شوې دي، چې پکې ۹ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

 

د ډپټي کمشنر له دفتره ،د اپرېل په ۳۰مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ډزې “بې له کومې راپارونې” شوي او په کې ملکي ابادي په نښه شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو پېښو کې اته کورونه هم ویجاړ شوي دي.

 

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو او ضلعي ادارو پر وخت د ژغورنې او مرستو عملیات کړي او ټپیانو ته پر وخت طبي مرسته ورکړل شوې ده. د دوي په وینا، یو شمېر ټپیان د لومړنۍ درملنې وروسته پېښور ته لېږدول شوي، څو هلته یې نور درملنه وشي.

 

خبرپاڼه دا هم وايي چې د زیانمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو تر څنګ د ویجاړو شویو کورونو د بیا رغونې لپاره ګامونه اخیستل کېږي او د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره به زز مالي مرسته هم وشي.

 

بل لور ته، د اپرېل په شپږمه نېټه د سیمي اوسېدونکو، قبایلي مشرانو او ځوانانو د دغو پېښو پر ضد احتجاج کړی او له افغان لوري یې غوښتي چې دا ډول پېښې سمدستي ودروي، څو د نورو ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.