کراچۍ : د سند د ترهګرۍ ضد ادارې، سی ټي ډي، ویلي دي، چې ،د سپتمبر په ۲مه، یې استخباراتي معلوماتو پر بنیاد په ګډو عملیاتو کې یې له ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان سره د تړاو په شک دوه کسان نیولي دي.

 

سی ټي ډي د نیول شوو کسانو نومونه عمر فاروق او عبدالله ښودلي او ویلي یې دي، چې له هغوي څخه دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي. اداره وايي، چې دواړه کسان له افغانستانه کراچۍ ته راغلي وو او د بریدونو لپاره یې د رېنجرز او پولیسو د اهلکارانو او دفترونو څار کاوه.

 

دا د سی ټي ډي رسمي وینا ده؛ نیول شوي کسان لا په عدالت کې مجرم نه دي ثابت شوي.

 

په یوه جلا پېښه کې د کراچۍ پر سوپر های‌ وې یو ۵۰ کلن کس له عدالت څخه تر حاضرۍ وروسته په وسله وال برید کې وژل شوی او د هغه یو خپلوان ژوبل شوی دی.