کوټه : د بلوچستان اسمبلۍ د ژوب له حلقې د جمعیت علمای اسلام ( ف ) غړي فضل قادر مندوخېل ویلي دي، چې د افغانستان د پخواني حکومت زرګونه پوځیان ژوب او ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو ته راوستل شوي وو، او له حکومت څخه یې پوښتنه کړې ده چې دا کسان ولې دغو سیمو ته انتقال شوي وو.
مندوخېل دا خبره ،د سپتمبر په لومړۍ، د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د امن او امان پر وضعیت د بحث پر مهال کړې ده. هغه ویلي دي، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت زرګونه پوځیان د ژوب شاوخوا سیمو ته راوستل شوي او هلته مېشت کړل شوي وو.
فضل قادر مندوخېل له صوبايي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې روښانه کړي دا کسان چا راوستي وو، د هغوي د راوستلو مقصد څه و او ولې ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ځای پر ځای شوي وو.
په اسمبلۍ کې د امن او امان په اړه بحث د عوامي نېشنل ګوند د غړي ،انجینر زمرک خان اڅکزي، له خوا د وړاندې شوي قرارداد وروسته شوی و. د حکومت او اپوزېشن یو شمېر غړو هم د بلوچستان پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او د موضوع په اړه یې د بندې دروازې غونډې غوښتنه کړې ده.
د بلوچستان د صحت وزیر بخت محمد کاکړ د فضل قادر مندوخېل د خبرو په ځواب کې ویلي دي، چې که له چا سره د پخوانیو افغان پوځیانو د موجودیت په اړه معلومات وي، باید کره اسناد او ثبوتونه هم وړاندې کړي.
تر اوسه د پاکستان وفاقي حکومت، پوځ او نورو اړوندو ادارو په رسمي توګه دا نه دي ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت زرګونه پوځیان دې ژوب یا د بلوچستان نورو سیمو ته انتقال شوي وي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې اړه پوښتنې راپورته کړې دي. خلیلزاد ویلي دي، چې که دا راپور سم وي، نو باید معلومه شي چې پاکستان له دغو پخوانیو افغان پوځیانو سره څه کول غواړي او افغانستان به یې په وړاندې څه دریځ خپلوي.


نعيم اچکزئي