واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل د اعظم ورسک په نارګاسۍ سیمه کې ،د سپتمبر په لومړۍ، د ډرون کاپټر په برید کې ژوبل شوي دوه ماشومان د ډېره اسماعیل خان په روغتون کې د علاج پر مهال مړه شوي دي.

 

ماشومان تر برید وروسته لومړی د واڼې ضلعي مرکزي روغتون ته وړل شوي وو، خو د ژورو ټپونو له امله وروسته ډېره اسماعیل خان ته انتقال شول. یوه بله کم عمره نجلۍ لا هم تر علاج لاندې ده.

 

د روغتون سرچینو ویلي وو، چې په ژوبلو ماشومانو کې پنځه کلن عیان او نهه کلنه ادانه بي بي، د خلیل الرحمان بچي شامل وو. دواړه د اعظم ورسک د نارګاسۍ سیمې اوسېدونکي او د ملک خېل قام سره تړاو لري.

 

کوز سویلي وزیرستان : د ډرون کاپټر په برید کې دوه ماشومان ژوبل شوي
کوز سویلي وزیرستان : د ډرون کاپټر په برید کې دوه ماشومان ژوبل شوي

 

د برید د مسؤلیت په اړه ضد او نقیض دعوې مخې ته راغلې دي. امنیتي ادارو پورې منسوبو معلوماتو کې ویل شوي دي چې کواډکاپټر د یوې منع شوې وسله والې ډلې له خوا الوتول شوی و، خو ځايي سرچینې بیا دعوه کوي چې برید د امنیتي ځواکونو له خوا شوی دی.

 

تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي مخې ته راغلي چې په کره توګه وښيي ډرون د چا و.

 

ځايي خلکو د پېښې د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې چارواکي دې د برید اصلي مسؤلیت روښانه کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه دې وضاحت ورکړي.