واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې ،د سپتمبر په لومړۍ، د ډرون کاپټر په یو برید کې دوه ماشومان ژوبل شوي او د علاج لپاره د واڼې ضلعي مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.
د روغتون سرچینو ویلي دي، چې په ژوبلو ماشومانو کې پنځه کلن عیان او نهه کلنه ادانه بي بي، د خلیل الرحمان بچي شامل دي. دواړه د اعظم ورسک د نارګاسۍ سیمې اوسېدونکي او د ملک خېل قام سره تړاو لري.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې برید په کوم ځای او څه ډول شوی، ډرون کاپټر د چا و او هدف یې څوک و. چارواکو د برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او د ژوبلو ماشومانو د روغتیايي حالت په اړه هم تر دې دمه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.


ظفر وزير