اسلام‌ اباد : په اسلام‌ اباد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او د قد د ټکنۍ ودې پر جدي ستونزې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه پېل شوې ده. په غونډه کې د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو، نړیوالو ادارو، روغتیايي متخصصانو او د پالیسۍ جوړونکو استازي ګډون کوي.

 

دغه دوه ورځنۍ غونډه ډان میډیا ګروپ تنظیم کړې ده او د سپتمبر پر دویمه او درېیمه په اسلام‌ اباد کې روانه ده. تنظیموونکي وايي، چې موخه یې دا ده چې په پاکستان کې د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پر عملي او ګډو اقداماتو بحث وشي.

 

د غونډې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د پنځو کلونو نه کم عمره له هر لسو ماشومانو شاوخوا څلور د عمر په نسبت د قد د ټکنۍ ودې له ستونزې سره مخ دي. د خوارځواکۍ له امله پاکستان هر کال شاوخوا ۱۷ اربه ډالره اقتصادي زیان ویني.

 

د پاکستان د پلاننګ، پرمختیا او ځانګړو اقداماتو وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي دي، چې د ماشومانو خوارځواکي یوازې روغتیايي مسئله نه ده، بلکې د هېواد د بشري او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده.

 

په غونډه کې د نړیوال بانک، د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام او نورو ملي او نړیوالو ادارو استازي هم ګډون کوي.

 

د غونډې په بحثونو کې د ماشومانو او میندو خراب غذايي حالت، بې وزلي، د مناسب خوراک کمښت، پاکو اوبو ته محدود لاسرسی، روغتیايي اسانتیاوې او د حکومتونو او نړیوالو ادارو ګډ اقدامات شامل دي.