د بلوچستان په چاغي ضلعه کي د ریکوډک د مسو او سرو زرو پروژې د ګاډو پر کاروان وسله وال برید شوی او صوبایي حکومت وايي، له امنیتي ځواکونو سره په نښته کي ۱۲ بریدګر وژل شوي او دوه امنیتي اهلکار ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه د اګست پر ۳۱مه د چاغي د نوکاچا په سیمه کي هغه مهال شوې، چې د ریکوډک پروژې شاوخوا درې درزنه تش ګاډي له پروژې څخه د کوټې پر لور روان وو.
د چارواکو په وینا، وسله والو پر کاروان ډزې وکړې، خو له ګاډو سره مل امنیتي اهلکارانو ځوابي کارروایي وکړه او د دواړو خواوو ترمنځ نښته له دوو ساعتونو زیاته روانه وه.
په لومړنیو معلوماتو کي د ۱۱ بریدګرو د وژل کېدو خبره شوې وه، خو د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي وروسته وویل چې د وژل شوو بریدګرو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی.
صوبایي حکومت وايي، په نښته کي دوه امنیتي اهلکار هم ژوبل شوي، خو د ریکوډک د ګاډو د عملې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
تر اوسه د ریکوډک پروژې ادارې د برید په اړه خپل جلا تفصیلي بیان نه دی خپور کړی او دا هم نه ده روښانه شوې چې برید د کومې وسله والې ډلې له خوا شوی و.
ریکوډک د بلوچستان په چاغي کي د مسو او سرو زرو یوه لویه پروژه ده او په وروستیو کلونو کي یې د کان کیندنې او اړوندو ودانیزو کارونو چارې پراخې شوې دي.


نعيم اچکزئي