زیارت کراس : د بلوچستان د زیارت کراس په سیمه کې وسله والو ،د اګست په ۳۱مه، د شپې شاوخوا په یوه بجه د کسټمز پر دفتر او نږدې پولیس پوستې له دریو خواوو برید کړی دی، چې پکې له درنو وسلو هم کار اخیستل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، چې د برید پر مهال د کوټې ـ ژوب او زیارت ملي لویه لار د څه وخت لپاره تړل شوې وه. وسله والو د کسټمز ګودام ته هم اور اچولی، چې له امله یې هلته ولاړو موټرو او نورو توکو ته زیان اوښتی دی.
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته د ایف سي د چټک غبرګون ځواک او د طبیعي پېښو د انتظام ادارې د اور وژنې او مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي. سرچینې وايي، په سیمه کي د ایف سي او وسله والو ترمنځ سخته ډزې هم شوې دي.
د تازه معلوماتو له مخې، د ډزو پر مهال د کسټمز یو شخصي کارکوونکی، رمضان بنګالی، وژل شوی او درې نور شخصي کارکوونکي لا هم ورک دي. د پولیسو ټول اهلکار خوندي ښودل شوي دي.
امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د ځواکونو په ځوابي ډزو کي وسله والو بریدګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د هغوی د مرګژوبلې شمېر تر اوسه په رسمي یا خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
چارواکي وايي، د کسټمز په ګودام کي لګېدلی اور کنټرول شوی، د کسټمز لوړپوړي چارواکي سیمې ته رسېدلي او د سیمې د پلټنې او پاکولو عملیات دوام لري.
د تازه معلوماتو له مخې، پر ملي لویه لاره تګ راتګ بېرته بحال شوی دی.
تر دې وړاندې په لومړنیو راپورونو کي د اتو اهلکارو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و، خو تازه معلومات دا شمېر نه تاییدوي. تر اوسه د یوه شخصي کارکوونکي د وژل کېدو او د دریو نورو د ورکېدو معلومات تایید شوي دي.
د نورو احتمالي مرګژوبلو او زیانونو په اړه د رسمي معلوماتو انتظار دی.


نعيم اچکزئي