لکي مروت : وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه بنو او لکي مروت کې د امنیت ټینګولو او د حساسو ځایونو د ساتنې لپاره ،د اګست په ۳۱مه، د وفاقي کانسټیبلرۍ د ۱۵ پلاټونو د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړې ده.
سرچینې وايي، چې صوبايي حکومت د دواړو ضلعو لپاره نهه پلاټونه غوښتي وو، خو وفاقي حکومت د روان امنیتي حالت په پام کې نیولو سره د ۱۵ پلاټونو منظوري ورکړې ده.
د معلوماتو له مخې، د لکي مروت لپاره څلور پلاټونه غوښتل شوي وو. له دې ډلې دوه د ضلعې زندان، یو د ضلعې عدالتي کمپلېکس او یو د ضلعي انتظامیې د امنیت لپاره وو.
د بنو لپاره پنځه پلاټونه غوښتل شوي وو چې د ضلعې زندان، عدالتي کمپلېکس، د ډپټي کمېشنر دفتر، د پېښور هایکورټ بنو بینچ او د برېښنا د ګرېډ سټېشن په ګډون په حساسو ځایونو کې ځای پر ځای شي.
د وفاقي حکومت له خوا د نهه پر ځای د ۱۵ پلاټونو منظوري په داسې وخت کې ورکړل شوې ده چې بنو او لکي مروت په وروستیو کې د پولیسو پر ضد د وسله والو د بریدونو او نورو امنیتي پېښو شاهدان پاتې شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو اداره به د منظور شوو پلاټونو د وېش، د هغوي د ځای پر ځای کولو او د حساسو ځایونو د امنیت په اړه نور انتظامي ترتیبات کوي.
منظور شوي اضافي سرتېري به له ځايي پولیسو سره په ګډه د حکومتي دفترونو، عدالتي ودانیو، زندانونو او نورو مهمو ځایونو په امنیت کې دنده ترسره کوي.


غلام اکبر مروت