هرات / کابل : د افغانستان د پوهنې چارواکي وايي، چې په هرات کې ،د اګست په ۳۱مه، شاوخوا ۴۰۵ زره زده‌ کوونکو ته د درسي او ښوونیزو توکو د وېش لړۍ پېل شوې، او په کابل ښار کې هم یو شمېر ښوونځیو ته د زده‌ کوونکو او ښوونکو لپاره د لیکلو توکي او درسي مرستندویه مواد وېشل شوي دي.

 

د هرات د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه توکي د ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده‌ کوونکو ته ورکول کېږي. چارواکي وايي، چې د مرستو ټول ارزښت ۱۴۲ میلیونه او ۸۸۸ زره افغانۍ دی او د پوهنې له یو همکار بنسټ څخه ترلاسه شوې دي.

 

په دغو مرستو کې د ښوونځي بکسونه، د لیکلو توکي او نور درسي مواد شامل دي. ټاکل شوې چې د همدې پروګرام له مخې ۱۰ زره او ۵۰۰ ښوونکو ته هم درسي مرستندویه توکي او د هرات د یو زره او ۷۰ ښوونځیو لپاره اداري پاڼې او فورمې ووېشل شي.

 

په ورته وخت کې، د کابل ښار د پوهنې ریاست ویلي دي چې د ښار د لومړۍ، درېیمې، څلورمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو یو شمېر ښوونځیو ته هم درسي توکي رسېدلي دي.

 

د چارواکو په وینا، په کابل کې زده‌ کوونکو ته د لیکلو توکو ۱۶۲۷ کڅوړې، ښوونکو ته د درسي توکو ۵۸۴ کڅوړې او ښوونځیو ته شاوخوا ۳۱ کڅوړې اداري پاڼې او فورمې وېشل شوې دي. د مرستو د برابرونکي بنسټ نوم په خپرو شویو معلوماتو کې نه دی یاد شوی.