کوټه : پاکستان رېلوې پولیسو د بلوچستان پر حساسو رېلوې لارو او مهمو تنصیباتو د امنیت د پیاوړتیا لپاره ۷۳ تازه ګومارل شوي اسسټنټ سب انسپکټران د اته اوونیو ځانګړې ترهګرۍ ضد روزنې ته لېږلي دي.

 

د رېلوې پولیسو چارواکي وايي، چې افسران به د لاهور په اېلیټ پولیس ټرېننګ مرکز کې د وسله والو بریدونو، بیړنیو حالاتو، د رېل ګاډو د سفر پر مهال د امنیت او د مهمو رېلوې تنصیباتو د ساتنې روزنه اخلي.

 

چارواکي وايي، چې د روزنې یوه مهمه برخه به په بلوچستان کې پر هغو رېلوې لارو متمرکزه وي چې په وروستیو کلونو کې له امنیتي ګواښونو او وسله والو بریدونو سره مخ پاتې شوې دي.

 

د پاکستان رېلوې پولیسو په وینا، دا لومړی ځل دی چې د ادارې تازه ګومارل شوي اسسټنټ سب انسپکټران د اېلیټ پولیس په ځانګړي مرکز کې دغه ډول روزنه اخلي.

 

د رېلوې پولیسو مشر محمد وصال فخر سلطان ویلي دي، چې د اوسني امنیتي وضعیت له کبله رېلوې پولیسو ته ځانګړې روزنه ضروري شوې ده، څو د بریدونو پر مهال د هغوي د ځواب وړتیا لوړه شي.

 

پاکستان رېلوې په وروستیو میاشتو کې په کوټه ډویژن کې هم د پولیسو د اضافي اهلکارو د ځای پر ځای کولو او د هغوي د امنیتي روزنې لړۍ پراخه کړې ده.

 

په بلوچستان کې د رېلوې امنیت وروسته له هغه لا ډېر د چارواکو د پام وړ شو چې پر رېل ګاډو، پټلۍ او نورو رېلوې تنصیباتو یو شمېر بریدونه وشول. د جعفر اېکسپرېس د ۲۰۲۵م کال د مارچ برید هم د رېلوې د امنیت په تګلاره کې د بدلون له مهمو عواملو څخه بلل کېږي.