ماشکېل : د بلوچستان د واشک ضلعې په ماشکېل ښار کې چارواکي وايي، چې وسله والو ،د اګست پر ۲۹مه، د پولیسو او کسټمز پر دفترونو او نورو سرکاري ودانیو د برید هڅه کړې، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې او بریدګر یې په شا تمبولي دي.
د ماشکېل اسسټنټ کمشنر په وینا، د ایف سي بلوچستان ځواکونو ځوابي ډزې وکړې او وسله وال له سیمې وتښتېدل. چارواکي وايي، چې له وسله والو یو شمېر وسلې، موټر او موټرسایکلونه پاتې شوي دي چې امنیتي ځواکونو په خپله ولکه کې اخیستي دي. له پېښې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات هم شوي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې نښته کې د وسله والو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی اعلان کړی.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه وسله والې ډلې بلوچستان لېبریشن فرنټ، بي اېل اېف، د ماشکېل د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د پولیسو تاڼه، د کسټمز پوسته او ځینې نور سرکاري دفترونه یې هدف ګرځولي وو. د ډلې د نورو دعوو خپلواک تایید نه دی شوی.
ځايي چارواکي وايي، چې له نښتې وروسته په ماشکېل ښار کې وضعیت بېرته عادي شوی دی، خو امنیتي تدابیر لا هم دوام لري او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.


نعيم اچکزئي