لکي مروت :  د لکي مروت پولیس وايي، چې د سي ټي ډي سره په ګډو عملیاتو کې یې د ښار پولیس تاڼې اړوندو سیمو کې د ټیپو ګل او ارشد نواز عرف مازدیګري له ډلې سره د تړلو وسله والو پر ضد پراخ لټون عملیات کړي دي.

 

د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال په عبدالخېل کلي کې د جنېد او منظور په نوم د دوو مطلوبو وسله والو مشکوک پټنځایونه نړول شوي، دوه کسان د پوښتنو لپاره نیول شوي او یو تومانچه او دوه موټرسایکلونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

 

پولیس دعوه کوي چې جنېد او منظور د ایف سي د اهلکارانو د تښتونې، د مخدره موادو ضد ادارې د یو اهلکار او د جېل پولیس د یو اهلکار د هدفي وژنو په ګډون په یو شمېر جدي قضیو کې مطلوب دي.

 

د پولیسو په وینا، عملیات د لکي د ایس ډي پي او په مشرۍ ترسره شوي او د سي ټي ډي، سټي پولیس تاڼې او د پولیس لاینز د ار ار ایف ځواکونه هم پکې برخه وال وو. زغره وال ګاډي هم په عملیاتو کې کارول شوي دي.

 

د لټون عملیات د شیخ خله، عبدالخېل، شاه حسن خېل، سربند، وانډه خانه ګل او ورسره نږدې غرنیو سیمو ته غځول شوي او پولیس وايي، چې په مشکوکو ځایونو کې کور په کور تلاشي شوې ده.

 

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر د لکي مروت پولیسو او سي ټي ډي د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو او جرمي ډلو پر ضد هدفي لټون عملیات به دوام ولري.