اسلام اباد : نن، د اګست ۳۰مه، د جبري ورکېدو د قربانیانو نړیواله ورځ ده. په همدې مناسبت ،بلوچ یووالي کمېټۍ، د بلوچستان د جبري ورکو کسانو د قضیو د را برسېره کولو لپاره یو ورځنی نړیوال ټولنیز رسنیو کمپاین اعلان کړی دی.
کمېټي وايي، چې په بلوچستان کي زرګونه کورنۍ له کلونو راهیسې د خپلو ورکو خپلوانو د درک په تمه دي او له خبریالانو، د بشري حقونو له ادارو او مدني ټولنې یې غوښتي چې په دغه کمپاین کي برخه واخلي.
د جبري ورکېدو په اړه د بشري حقونو د ادارو او سیمه ییزو غورځنګونو شمېرې له رسمي شمېرو سره توپیر لري. بلوچ یووالي کمېټۍ د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ نه تر جولایۍ پورې د ۵۴۶ جبري ورکېدو دعوه کړې وه، پښتون ژغورنې غورځنګ په همدې موده کې ۱۳۳ قضیې ثبت کړې وې، او د «ډیفنس اف هیومن رایټس» ادارې ویلي وو چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې یې ۳۱۴۰ قضیې ثبت کړې دي چې ۱۳۶۲ کسان یې هغه مهال لا ورک وو.
ملګرو ملتونو د سږ کال لپاره «قربانیان لومړی؛ اقدام اوس» شعار ټاکلی دی. ۲۰۲۶م کال د جبري ورکېدو پر ضد د نړیوال کنوانسیون د منل کېدو شلمه کلیزه هم ده.
د بلوچ یووالي کمېټۍ مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوچ د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې ویلي وو چې په بلوچستان کې له ۶۰۰۰ زیات کسان ورک دي. دغې کمېټۍ د ۲۰۲۵م کال لپاره جلا شمېرې هم خپرې کړې او دعوه یې کړې وه چې یوازې په هغه کال کې ۱۲۲۳ بلوچان په جبري توګه ورک کړل شوي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په یو ګډ بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خولې ویلي وو چې دغه غورځنګ د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ نه تر جولایۍ پورې د جبري ورکېدو ۱۳۳ قضیې ثبت کړې وې. په همدغه بیان کې د «ډیفنس اف هیومن رایټس» ادارې ویلي وو چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې یې ۳۱۴۰ قضیې ثبت کړې او له هغوي ۱۳۶۲ کسان هغه مهال لا ورک وو.
د بلوچستان د بشري حقونو شورا تازه شمېرې بیا وايي، چې یوازې د ۲۰۲۶م کال په جولایۍ کې یې د جبري ورکېدو ۱۰۵ قضیې ثبت کړې دي. د ادارې په وینا، له دغو کسانو یوازې ۴۷ بېرته راښکاره شوي او پاتې نور لا نه وو موندل شوي.
بلخوا د پاکستان د جبري ورکو کسانو د تحقیقاتي کمېشن د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵م کال د اګست تر ۳۱مې پورې ټولې ۱۰ زره ۶۳۶ مقدمې کمېشن ته رسېدلې وې. له دې ډلې ۸ زره ۷۷۴ مقدمې حل یا ختمې اعلان شوې او ۱ زره ۸۶۲ نورې لا تر پلټنې لاندې وې.
د نن ورځې په مناسبت بلوچ یووالي کمېټۍ د اګست ۳۰مې لپاره یو ورځنی ټولنیز رسنیو کمپاین اعلان کړی دی. کمېټۍ له ورکو کسانو د کورنیو غوښتي دي چې د خپلو خپلوانو کیسې او معلومات شریک کړي او د نړۍ د بشري حقونو ادارې، خبریالان او مدني ټولنه دې د جبري ورکېدو پر ضد غږ پورته کړي.
له پاکستانه بهر هم احتجاجونه اعلان شوي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د برېتانیا څانګې ویلي دي چې د لندن د ۱۰ ډاونینګ سټریټ مخې ته د جبري ورکېدو پر ضد په احتجاج کې ګډون کوي. دغه احتجاج د جېیې سند ازادۍ غورځنګ له خوا د اګست په ۳۰مه د ماسپښین په دوو بجو اعلان شوی دی. په نیدرلینډز کې بلوچ نېشنل موومنټ هم د اوتریخت مرکزي رېل سټېشن مخې ته د ماسپښین له یوې نیمې تر درې بجو پورې احتجاج اعلان کړی دی.
تر دې دمه په کوټه، پېښور یا اسلام اباد کې د نن ورځې لپاره د بلوچ یووالي کمېټۍ، پښتون ژغورنې غورځنګ یا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د کومه لویه فزیکي جلسه یا سیمینار نه دی شوی؛ خو په بیلابیلو ځایونو کې ووې وړې غونډې ترسره شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د جبري ورکېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې د ورکو کسانو د درک معلومولو، د مسئولینو د حساب ورکولو او د کورنیو د قانوني حقونو د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو ادارې له پاکستانه غواړي چې ټول جبري ورک کسان پیدا کړي، که پر چا کوم الزام وي عدالت ته دې وړاندې شي، کورنۍ دې د هغوي د ځای او قانوني حالت په اړه خبرې کړل شي او جبري ورکول دې په ښکاره ډول جرم وګرځول شي. دوي دغه راز له اسلام اباده غواړي چې د جبري ورکېدو پر ضد د ملګرو ملتونو نړیوال کنوانسیون ومني او عملي یې کړي.
ملګري ملتونه وايي، چې جبري ورکېدل یوازې د ورک شوي کس د حقونو سرغړونه نه ده، بلکې د هغه کورنۍ د کلونو لپاره له ذهني، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کوي. د نړیوال قانون له مخې، که جبري ورکېدل د ولسي خلکو پر ضد په پراخه یا منظم ډول ترسره شي، د بشریت ضد جرم بلل کېدی شي.


شال نیوز