بر چترال : د بر چترال په رېشون سیمه کې د بجلۍ د زیاتو بلونو پر ضد احتجاج ،د اګست په ۳۰مه، درېیمې ورځې ته داخل شوی دی او احتجاج کوونکو د چترال ـ مستوج سړک په رمداس چوک کې د ټرافیک پر مخ بند ساتلی دی.

 

د سړک د بندېدو له امله د دواړو غاړو ګڼ ګاډي او مسافر بند پاتې دي. احتجاج کوونکي وايي، چې د پښتونخوا د توانایۍ پرمختیايي ادارې له خوا د بجلۍ نوي نرخونه د سیمې د خلکو له وسه پورته دي او حکومت دې پخواني نرخونه بېرته بحال کړي.

 

د اګست په ۲۹مه، په ماښام احتجاج کوونکو د مسافرو د ستونزو له امله سړک د شاوخوا یو ساعت لپاره خلاص کړی و، چې په ترڅ کې سلګونه بند پاتې مسافر، ښځې، ماشومان او زاړه کسان له سیمې تېر شول. وروسته لاره یو ځل بیا وتړل شوه.

 

پولیسو تر دې وړاندې د سړک د خلاصولو هڅه هم کړې وه، خو د احتجاج کوونکو د مقاومت له امله یې هڅه بریالۍ نه شوه. له دې وروسته د سیمې ګڼې ښځې هم احتجاج ته ورغلې او د خلکو په احتجاجي ناسته کې شاملې شوې.

 

د رېشون اوسېدونکي وايي، چې د بجلۍ د بلونو او نرخونو مسئله نوې نه ده او له دې وړاندې هم د حکومت او ځايي انتظامیې له چارواکو سره پرې خبرې شوې دي، خو ،د دوي په وینا، ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.

 

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د بجلۍ زیات شوي نرخونه بېرته واخیستل شي، بلونه دې سم کړل شي او خلکو ته دې مالي رعایت ورکړل شي. دوي وايي، تر هغې به احتجاج او د سړک بندول جاري ساتي چې حکومت یې غوښتنې ومني.