ملاکنډ : د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د سوات موټروې درېیم ټنل ته نږدې د فلاینګ کوچ او ډمپر په ټکر کې څلور کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې په وینا، پېښه د اګست پر ۳۰مه شوې ده.

 

د پېښې له خبر وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې او امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې له لومړنۍ درملنې وروسته د بټخېلې ډي اېچ کېو روغتون ته انتقال کړي دي.

 

د ریسکیو چارواکي وايي، چې په پېښه کې وژل شوي کسان عزیر احمد، فیض محمد، حمیده او خایسته نور دي. په داسې حال کې چې شېر بهادر، عمیر، حضرت علي، محمد، عجب خان، سدیس او د فلاینګ کوچ چلوونکی انور په ټپیانو کې شامل دي.

 

د پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.