دوکۍ : د بلوچستان د دوکۍ تحصیل د لونۍ سیمې په بختیار خان کلي کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي په چاودنه کې د دوو وروڼو په ګډون درې کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

 

د دکۍ د پولیسو مشر منصور احمد بزدار په وینا، پېښه ،د اګست په ۳۰مه، هغه مهال شوې ده چې قربانیان په خپل موټر کې له ندي (راغې) سیمې څخه تېرېدل.

 

د پولیسو په وینا، په چاودنه کې دوه وروڼه، رحمت الله او نعمت الله، د سلطان زامن او دوراني، په ځای وژل شوي دي. یو بل کس، عتیق الله چې د مولوي نېک محمد زوې دی، ټپي شوی دی.

 

پولیس وايي، چې وژل شوي کسان د کرنیزو او ځمکنیو چارو لپاره روان وو چې موټر یې پر لاره له ځای پر ځای شوي سره مخ شو. له پېښې وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وژل شویو کسانو مړي او ټپي کس روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

پولیسو سیمه محاصره کړې ده او د پېښې د څرنګوالي او د چاودنې د عاملینو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پېل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.