سوات : پولیس وايي، چې د سوات ضلعې د مټې تحصیل په چپریال بازار کې ،د اګست په ۲۹مه، ناڅرګنده کسانو پر مولانا رشید محمد ډزې کړې دي، چې نوموړی په کې سخت ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

 

د پولیسو په وینا، مولانا رشید محمد له برید وروسته د مټې تحصیل هیډکوارټر روغتون ته رسول شوی و، خو د ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. پولیس وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي او د هغوي د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

 

د پولیسو لومړنۍ پلټنې ښيي چې پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري او شخصي دښمني د برید یو احتمالي لامل ګڼل کېږي. پولیس وايي، چې د پېښې د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه تحقیقات لا روان دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې پر مولانا رشید محمد د مدرسې ،الله اکبر، له ماشومانو سره د جنسي ناوړه چلند تور لګېدلی و. شال نیوز دغه تور په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.

 

پولیس وايي، له دې تور وروسته نوموړی له کلي وتلی و او ځینو کلیوالو یې بېرته کلي ته پر راتګ مخالفت کړی و. د پولیسو په وینا، نوموړی وروسته تبلیغ ته تللی و او شاوخوا دوه میاشتې وړاندې بېرته سیمې ته ستون شوی و.

 

تر اوسه د برید په تړاو د کوم کس د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.