کوټه : د بلوچستان د سکهانو ټولنې مشرانو دعوه کړې ده چې د کوټې په ارچر روډ کې د «سري سنګهـ سبها» په نوم د ګوردوارې پخوانۍ ودانۍ نړول شوې ده او اوس پر دغه ځای د کاروباري ودانۍ د جوړولو کار روان دی.
د بلوچستان د سکهانو کونسل مشر جسویر سنګهـ ،د اګست په ۲۸مه، ویلي دي، چې دغه ودانۍ د ۱۹۳۰مو کلونو وه او د هند او پاکستان تر وېش وروسته پکې د سینټ ګبریل په نوم سکول چلېده. نوموړي ویلي دي چې ودانۍ له جون راهیسې نړول شوې او له مقامي سکهانو ټولنې سره په دې اړه مشوره نه ده شوې.
د سکهانو ټولنې یو بل غړي ساګر سنګهـ هم ویلي دي چې د ودانۍ او سکول د نړولو پر ضد یې قانوني اقدام کړی دی. د هغه په وینا، مقامي سکهـانو ټولنه دا ځای د پخوانۍ ګوردوارې ملکیت بولي.
خو د پاکستان سکهانو ګوردواره پربندک کمېټۍ مشر او د پنجاب د اقلیتونو وزیر رمیش سنګهـ اروړه ویلي دي، چې د ده د معلوماتو له مخې دغه ملکیت د یو سکهـ شخصي ملکیت و او د ګوردوارې په توګه نه و ثبت شوی. مقامي سکهان مشران بیا وايي، چې د خپلې دعوې د ملاتړ اسناد لري.
په همدې ارچر روډ کې د اګست پر ۲۴مه د یوې شخصي ودانۍ د بیسمېن د کیندلو پر مهال ځمکه هم کښېناستې وه. د کوټې ضلعي انتظامیې ویلي وو چې د ساختماني کار له امله د اوبو، ټیلیفون او سیف سټي ځینې لینونه او ستنې زیانمنې شوې دي. چارواکو دغه ځای «شخصي ملکیت» بللی و.
تر اوسه د ،اویکیو ټرسټ پراپرټي بورډ داسې رسمي تفصیلي دریځ مخې ته نه دی راغلی چې په څرګنده ووايي دغه ملکیت د ګوردوارې په توګه ثبت و که شخصي ملکیت و.


نعيم اچکزئي