هلمند : د افغانستان د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ،د اګست په ۲۸مه، طالب چارواکو د یوې اته کلنې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه دغه نجلۍ له یو ۸۰ کلن سړي سره واده شي، خو سیمه‌ ییزو طالب چارواکو مداخله کړې او نکاح یې درولې ده.

 

تر اوسه په رسمي ډول دا نه دي ویل شوي چې د نجلۍ کورنۍ ولې غوښتل هغه له دومره زیات عمر لرونکي سړي سره واده کړي او ایا په دې تړاو د چا پر ضد قانوني اقدام هم شوی دی که نه.

 

په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودول له کلونو راهیسې یوه جدي ټولنیزه ستونزه بلل کېږي. د بېوزلۍ، پورونو، بې‌ کارۍ او نورو اقتصادي فشارونو له امله په ځینو سیمو کې کورنۍ خپلې کم عمره لوڼې واده کوي.

 

افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور
افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور

 

د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو روانو بندیزونو هم اندېښنې زیاتې کړې دي چې نجونې له زده کړو او د راتلونکي له نورو انتخابونو محرومېږي او د کم عمره ودونو خطر ورسره ډېرېږي. په ځینو سیمو کې د «بدو» په نوم دود هم لا شته چې پکې نجونې د کورنیو یا قبیلو ترمنځ د شخړو د هواري لپاره ورکول کېږي.

 

د افغانستان د پخواني مدني قانون له مخې د نجلۍ د واده لږ تر لږه عمر ۱۶ کاله ټاکل شوی و، خو د اوسني نظام تر واک لاندې د واده د عمر او د پخوانیو قوانینو د عملي حیثیت په اړه قانوني وضعیت روښانه نه دی.