راولپنډۍ : د پنجاب د راولپنډۍ ضلعې په بېلابېلو سیمو کې ،د اګست په ۲۷مه، په یوه ورځ د شوکو، غلاوو او د موټر او موټرسایکل وړلو له ۴۰ زیاتې پېښې پولیسو ته راپور شوې دي.

 

د پولیسو د مقدمو له مخې، په دغو پېښو کې ۲۹ کسان له موبایلونو او شپږ کسان له موټرسایکلونو بې برخې شوي، خو له ګڼو نورو کسانو نغدې پیسې، سره زر، لپټاپونه او نور قیمتي شیان هم وړل شوي دي.

 

په یوه پېښه کې د بېنظیر بوټو روغتون یو ډاکټر ویلي دي چې د دندې پر مهال یې د شاوخوا درې لکه روپیو موبایل غلا شوی دی. په بني سیمه کې بیا د میلاد په جلوس کې د ګډون کوونکو پنځه کسان له موبایلونو بې برخې شوي دي.

 

په نیوټاون کې له یوې ښځې ۷۳ زره او ۸۰۰ روپۍ او موبایل وړل شوي، په صدر بیروني کې له یوه کس درې موبایلونه اخیستل شوي او په بابهړه بازار کې غله یو کور ته ننوتي، نغدې پیسې او نور قیمتي شیان یې وړي دي.

 

پولیس وايي، په بني سیمه کې یو موټر او په کوهاټي بازار، صادق اباد، ډهوک خبه او اډیاله روډ کې یو شمېر موټرسایکلونه هم غلا شوي دي.

 

په رېس کورس سیمه کې غله یو کور ته ننوتي او ۲۵ زره روپۍ، د سرو زرو ګاڼې، دوه موبایلونه او یوه بیټرۍ یې وړې ده. په ډي اېچ اې فېز ون کې هم له یو کور څخه لپټاپ، د سرو زرو ګاڼې او ای ټي اېم کارډ غلا شوی دی. په ټکسیلا کې هم د یو کور څخه د شاوخوا درې نیم لکه روپیو په ارزښت د سرو زرو ګاڼې او نور شیان وړل شوي دي.

 

دا پېښې د سټي، ګنج منډۍ، رته امرال، وارث خان، بني، نیو ټاون، صدر بیروني، رېس کورس، کهوټه، مرګله او ټکسیلا په ګډون د راولپنډۍ د بېلابېلو پولیس تاڼو په حدودو کې شوې دي.

 

پولیسو د پېښو مقدمې درج کړې او پلټنې یې پېل کړې دي، خو د تازه راپور تر وخته په ډېرو مقدمو کې نه څوک نیول شوي وو او نه غلا شوی مال بېرته ترلاسه شوی و.

 

د یوې ورځې په اوږدو کې د شوکو او غلاوو دومره ډېرې پېښې د راولپنډۍ د اوسېدونکو لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي، په ځانګړي ډول ځکه چې په ښار کې د موبایلونو او موټرسایکلونو د غلا شکایتونه له څه مودې راهیسې دوام لري.