بارکھان : د بلوچستان د بارکھان ضلعې په بغاو سیمه کې ،د اګست په ۲۹مه، د نښتې پر مهال دوه کسان ټپیان شوي دي، چې د درملنې لپاره رکھني روغتون ته رسول شوي وو. د سرچینو په وینا، له ټپیانو یو تن وروسته مړ شوی دی.
سرچینې وايي، چې د دغه کس حالت سخت و، خو په رکھني روغتون کې د ډاکټر د نه شتون له امله ورته پر وخت طبي مرسته ونه رسېده او سا یې ورکړه.
د مړینې له خبر وروسته د مړ شوي کس خپلوانو او د سیمې خلکو احتجاج پېل کړ. احتجاج کوونکو مړی پر رکھني بای پاس کېښود او د بلوچستان او پنجاب ترمنځ لویه لاره یې د ټرافیکو پر مخ وتړله. د لارې د تړل کېدو له امله په دواړو خواوو کې د موټرو اوږده قطارونه جوړ شوي او مسافر له ستونزو سره مخ شوي دي.
احتجاج کوونکو ویلي دي، چې په رکھني روغتون کې د ډاکټرانو، درملو او نورو طبي اسانتیاوو کمی د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. هغوي غوښتنه کړې ده چې د پېښې پلټنه وشي او که غفلت شوی وي، د مسؤلو کسانو پر ضد قانوني اقدام وشي.
دوي همداراز غوښتنه کړې ده چې په روغتون کې دې ډاکټران او نورې ضروري طبي اسانتیاوې سمدستي برابرې کړل شي. ځايي اداره له احتجاج کوونکو سره په خبرو بوخته ده او هڅه کوي چې لاره بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شي.


نعيم اچکزئي