چمن : د بلوچستان په سرحدي ضلعه چمن کې چارواکي وايي، چې د یوې مدرسې د استاد د مبینه وهلو له امله د ملالۍ په نوم د یوې وړې نجلۍ یوه سترګه ضایع شوې ده. د چارواکو په وینا، نجلۍ په مدرسه کې زده‌ کړه کوله چې د استاد له خوا د وهلو په پېښه کې یې سترګې ته سخت زیان ورسېد.

 

د اګست په ۲۸مه، د پېښې له مخې ته راتلو وروسته د چمن مرستیال کمشنر ،حبیب احمد بنګلزي، د مدرسې د بندولو او د تورن استاد د نیولو امر کړی دی. پولیس وايي، چې مدرسه یې بنده کړې، خو تورن استاد له سیمې تښتېدلی دی او د نیولو لپاره یې په بېلابېلو ځایونو کې چاپې روانې دي.

 

نجلۍ د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې وه. د طبي معاینې له مخې د هغې سترګې ته دومره سخت زیان رسېدلی و چې لید یې له لاسه ورکړی دی.

 

مرستیال کمشنر حبیب احمد بنګلزي ویلي دي، چې د پېښې پلټنې روانې دي او که پر استاد لګېدلی تور ثابت شي، د قانون له مخې به پرې کارروایي وشي. هغه ویلي دي، چې پر ماشومانو تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او تورن استاد به د نیولو لپاره د پولیسو عملیات دوام ولري.