پېښور : د عوامي نېشنل ګوند مشر ،ایمل ولي خان، له پاکستاني حکومت څخه غوښتي دي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره، د ترینګلو اړیکو د سمولو لپاره ډیپلوماتیکې لارې او جدي سیاسي تګلاره خپله کړي.

 

ایمل ولي خان ،د اګست په ۲۷مه، د خپل ګوند یوې غونډې ته ویلي دي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ د لارو د بندېدو له امله زرګونه کسان بې‌ روزګاره شوي او د پولې دواړو غاړو ته د خلکو کاروبارونه اغېزمن شوي دي.

 

د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بې‌ روزګاري او ناهیلي داسې حالت پیدا کوي چې ځوانان د لږو پیسو په بدل کې وسله‌ والو ډلو او شخصي ملېشو ته جذبېږي. هغه خبرداری ورکړی دی چې که د دغو سیمو د ځوانانو لپاره د روزګار او اقتصادي فعالیت لارې برابرې نه شي، نو دا حالت د امنیتي ستونزو د لا زیاتېدو سبب کېدی شي.

 

ایمل ولي خان ویلي دي، چې په تېرو وختونو کې هم وسله‌ وال د لنډمهالو موخو لپاره کارول شوي، خو د ده په خبره، د دغو تګلارو بیه په پای کې عامو خلکو په خپله وینه ورکړې ده.

 

هغه د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر ولي خان یوې زړې وینا ته په اشارې ویلي دي، چې ولي خان څو لسیزې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که «په کابل کې بلېدونکي اور ته له دې غاړې پکه ووهل شي، نو هغه اور به یوازې د پولې په هغې غاړې کې پاتې نه شي.»

 

د ایمل ولي خان په وینا، هغه خبرداری اوس په عملي توګه لیدل کېږي او د افغانستان د اوږدې جګړې او بې‌ ثباتۍ اغېزې پاکستان ته هم رسېدلې دي.

 

نوموړي ټینګار کړی دی چې له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د سرحدونو تړل، اقتصادي فشار او یوازې امنیتي اقدامات دایمي حل نه شي کېدی او حکومت باید سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو ته لومړیتوب ورکړي.