کوټه : د بلوچستان حکومت د نهو ښځو د نیولو یا د هغوي په اړه د کره معلوماتو پر ورکولو له لس لکه تر پنځلس لکه روپیو پورې انعام اعلان کړی او دعوه یې کړې ده چې یادې ښځې په وسله والو فعالیتونو کې لاس لري.

 

د بلوچستان د صوبايي داخله وزیر د رسنیو سلاکار بابر یوسفزي ،د اګست په ۲۷مه، ویلي دي، چې دغه ښځې د ګوادر، جیواني او د مکران له نورو سیمو سره تړاو لري او حکومت یې د نیولو لپاره د خلکو مرسته غواړي.

 

د حکومت له خوا په خپاره شوي لېست کې حنیفان بي بي، عایشه، اقراء، رقیه، حفصه، زهره، امنه هاني، زرمین او عزیزان شاملې دي. د حکومتي اعلان له مخې، د اتو ښځو په اړه د معلوماتو لپاره لس ـ لس لکه روپۍ او د عزیزان په اړه پنځلس لکه روپۍ انعام ټاکل شوی دی.

 

صوبايي حکومت دعوه کوي چې یادې ښځې په وسله والو فعالیتونو کې لاس لري، خو حکومت د خپلې دعوې د تصدیق لپاره تر اوسه کوم عدالتي سند، د قانون نافذونکو ادارو تحقیقي راپور یا بل داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې دغه تورونه پکې تایید شوي وي.

 

حکومت دا هم نه دي روښانه کړي چې دغه ښځې له کومې مشخصې وسله والې ډلې سره تړاو لري، د هغوي پر ضد کومې مقدمې درج دي او که نه، او د کومو مشخصو پېښو په تړاو مطلوبې ګرځول شوې دي.

 

چارواکي وايي، چې د دغو ښځو په اړه د معلوماتو ورکوونکو نومونه او شناخت به پټ ساتل کېږي.