د پنجابي ژبې د مشهور صوفي شاعر بابا بلې شاه ۲۶۹م کلنی عرس نن، د اګست پر ۲۷مه، د پنجاب په قصور ضلعه کي پیل شوی دی. درې ورځني مراسم د بابا بلې شاه په مزار کي د ځانګړو مذهبي مراسمو او مزار ته د ګلابو په اوبو د غسل ورکولو سره پیل شوي او د اګست تر ۲۹مې به دوام وکړي.
د عرس د پروګرام له مخې، محفل سماع، نعتخواني، مشاعره، د بلې شاه د شاعرۍ لوستل، د هغه د ژوند، فکر او شاعرۍ په اړه تحقیقي مقالې، دهمال او د “هیر وارث شاه” د سندرو سیالي هم ترسره کېږي.
د پنجاب د اوقافو ادارې او د قصور ضلعې انتظامیې ویلي، د عرس لپاره یې د زیارت کوونکو د اسانتیا په موخه ځانګړي انتظامات کړي دي. د څښاک اوبو، طبي مرستې، پارکینګ او معلوماتي مرکزونو ترڅنګ د ګڼې ګوڼې د کنټرول لپاره هم اضافي کارکوونکي ګمارل شوي دي.
تمه ده چې د پنجاب او د پاکستان له نورو سیمو څخه زرګونه عقیدتمن او د پنجابي ادب مینه وال په دې درې ورځنیو مراسمو کي برخه واخلي.
د قصور انتظامیې د عرس د وروستۍ ورځې، د اګست ۲۹مې، په مناسبت په ضلعه کي محلي رخصتي هم اعلان کړې ده.
بابا بلې شاه، چې اصلي نوم یې سید عبدالله شاه قادري و، د پنجابي صوفي شاعرۍ له تر ټولو اغېزناکو شاعرانو ګڼل کېږي. د هغه په شاعرۍ کي د مینې، انسانیت، مذهبي زغم او د ټولنیزو توپیرونو پر ضد پیغامونه ډېر لیدل کېږي.
د بلې شاه کلام یوازې په ادبي حلقو کي نه، بلکې د موسیقۍ په نړۍ کي هم پراخ شهرت لري. د پاکستان او هند ګڼو مشهورو سندرغاړو او قوالانو د هغه شعرونه په بېلابېلو موسیقۍ بڼو کي ویلي دي.


شال نیوز