پاکستان ویلي، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د هغه وړاندیز په اړه خبرو ته تیار دی چې له مخې یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي اختلافونو د حل لپاره یو ځانګړی دوه اړخیز میکانیزم جوړېږي. خو اسلام‌اباد ټینګار کړی چې هر ډول نوی میکانیزم باید پر عملي او د تایید وړ اقداماتو ولاړ وي.

 

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کي د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، اسلام‌اباد د حقاني وړاندیز په پام کي نیولی او په "حکومتي کچه خبرو ته تیار" دی.

 

حقاني تر دې وړاندې وړاندیز کړی و چې د دواړو خواوو ګډې کمېټې دې جوړې شي، څو د امنیتي اندېښنو په اړه معلومات شریک کړي او د اختلافونو د حل لپاره مستقیمه رابطه وساتي. هغه ویلي وو، که پاکستان د خپلو امنیتي ادعاوو په اړه شواهد وړاندې کړي، افغان لوری به یې وڅېړي او که اړتیا وي، اقدام به وکړي.

 

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند، خو ټینګار وکړ چې یوازې ژمنې د داسې میکانیزم د کامیابۍ لپاره کافي نه دي. اندرابي وویل، د هر ډول میکانیزم دوام به پر «عملي اقداماتو» پورې تړلی وي او اسلام‌اباد داسې ګامونه غواړي چې عملي او د تایید وړ وي.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټي ټي پي، په ګډون ځینې وسله والې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي. اسلام‌اباد د بلوچستان لېبرېشن آرمي، یا بي اېل اې، نوم هم اخلي او له کابل څخه د دغو ډلو پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

 

طالبان دا تورونه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي. افغان چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان امنیتي ستونزې باید پر افغانستان ونه تپل شي.

 

اندرابي همداراز ویلي، پاکستان غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول امنیتي همغږي د سرحد د انتظام او د وسله والو ډلو پر ضد په عملي همکاریو بدله شي. هغه د افغانستان د نړیوالو ژمنو یادونه هم کړې ده.

 

د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو کلونو کي د ټي ټي پي، سرحدي نښتو، د افغان کډوالو د ایستلو او د یو بل پر ضد د امنیتي تورونو له امله ترینګلې پاتې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ څو ځله خبرې شوې، خو پر مهمو امنیتي مسئلو اختلافونه لا هم پر ځای دي.

 

د پنجشنبې بیان د حقاني د وړاندیز رسمي او بې‌شرطه منل نه دي. پاکستان تر اوسه نه د ګډو کمېټو د جوړېدو اعلان کړی، نه یې غړي ټاکلي او نه یې د خبرو نېټه اعلان کړې ده. د اسلام‌اباد تازه دریځ دا ښيي چې وړاندیز یې رد کړی نه دی او د خپلو امنیتي شرطونو په رڼا کي پرې خبرو ته تیار دی.