د بر سویلي وزیرستان په مکین کي ځايي مشرانو، عمائدینو او زدهکوونکو د ګومل پوهنتون د سبکېمپس لپاره د منظور شوو فنډونو د ژر جاري کېدو او د درسونو د پیل غوښتنې لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.
مظاهرهچیانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو، کور کمانډر، د ایف سي له مشر او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د مکین سبکېمپس لپاره منظور شوي فنډونه سمدستي جاري او تدریسي کلاسونه پیل کړي.
د احتجاج ګډونوالو ویلي، د ګومل پوهنتون د مکین سبکېمپس رسمي منظوري له وړاندې شوې او د فنډونو د جاري کولو نوټیفیکېشن هم شوی، خو د دوی په وینا تر اوسه پیسې نه دي جاري شوې.
هغوی وویل، د سیمې ډېری ځوانان د امنیتي، اقتصادي او سفري ستونزو له امله په نورو ضلعو کي د لوړو زدهکړو امکاناتو ته اسانه لاسرسی نه لري او د سبکېمپس د کار ځنډ د دوی تعلیمي راتلونکی اغېزمنوي.
مظاهرهچیانو له ټولو اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې دا مسئله په ترجیحي بنیاد حل کړي، څو د سیمې زدهکوونکي وکولای شي په خپل نږدې چاپېریال کي لوړې زدهکړې وکړي.
دوی خبرداری ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د احتجاج لمن به پراخه کړي او په راتلونکو پړاوونو کي به د اسلاماباد پرېس کلب او پېښور ته هم د احتجاج لپاره ولاړ شي.


ظفر وزير