د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي چې اسلاماباد د افغانستان په کورنیو چارو کي لاسوهنه نه کوي او د طالبانو او د هغوی د وسله والو مخالفانو ترمنځ نښتې د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اسلاماباد کي د اوونیزې خبري غونډې پر مهال یو ځل بیا د پاکستان دا دریځ تکرار کړی چې د افغانستان په کورنیو شخړو کي لاس نه لري. پاکستان په وروستیو ورځو کي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې پاکستاني ځواکونه په بدخشان کي د طالبانو له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي.
دا تازه څرګندونې وروسته له هغې دي چې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري ادعا وکړه چې پاکستان د طالبانو د مخالفو وسله والو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه د چترال په سیمه کي پناهځایونه او روزنیز مرکزونه برابر کړي دي.
مظهري له اریانا نیوز سره په مرکه کي ویلي چې په شمالي ولایتونو کي د طالبانو وسله وال مخالفان د چترال په سیمه کي راټول شوي دي. هغه ادعا کړې: “تقریباً ټولو ته معلومه ده چې هلته ورته مرکزونه جوړ شوي دي.”
د طالبانو دغه چارواکي ویلي، د دوی مخالف وسله وال ښايي د شاه سلیم له لارې بدخشان ته داخل شي او د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کي امنیتي ستونزې جوړې کړي. د هغه په وینا، طالب ځواکونه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.
مظهري په همدې مرکه کي ویلي چې په بدخشان کي اوس امنیتي وضعیت عادي دی او د کومې جدي امنیتي ستونزې اندېښنه نه شته. د زیباک د مرکز اوسېدونکو هم اریانا نیوز ته ویلي چې ورځنی ژوند عادي روان دی.
د بدخشان د طالبانو امنیه قوماندان همداراز ویلي چې جمعهخان فاتح، چې مخکې په زابل کي د طالبانو مرستیال والي پاتې شوی و، له خپلو پنځو کسانو سره له "بېقیدوشرطه تسلیمېدو" وروسته د هغه اړوند وسله وال کسان هم بېوسلې شوي دي. د دې ادعا خپلواکه سرچینو تر اوسه تایید نه دی کړی.
تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې وه چې په بدخشان کي د طالبانو مخالف وسله وال د چترال له لارې افغانستان ته داخل شوي او پاکستاني پوځیان هم ورسره ملګري وو.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت دغه ادعا “بېبنسټه” بللې او ویلي یې دي چې د پاکستاني پوځیانو د ګډون په اړه هېڅ د باور وړ ثبوت نه دی وړاندې شوی. وزارت ویلي وو چې په بدخشان کي نښتې د افغانستان له کورنیو امنیتي او سیاسي ستونزو سره تړاو لري.
پاکستان تر دې وړاندې هم د بدخشان په اړه محتاط دریځ خپل کړی و. د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۳۰مه، کله چې د چترال له لارې د طالبانو د مخالفانو د تګ راتګ په اړه ترې پوښتنه شوې وه، ویلي وو چې د دغو کسانو د هویت، موخو او فعالیتونو په اړه معلومات نه لري. د اګست په شپږمه یې بیا په بدخشان او نورو سیمو کي د طالبانو او د هغوی د مخالفانو نښتې «د افغانستان کورنۍ مسئله» بللې وې.
د طالبانو مخالفو جبهو هم په پاکستان، په ځانګړي ډول چترال کي د خپلو مرکزونو یا منظم حضور ادعاوې رد کړې دي.
په بدخشان کي په وروستیو اوونیو کي د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ څو ځله د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي، خو د دواړو خواوو د مرګژوبلې او د وسله والو د تګ راتګ په اړه شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تاییدول ستونزمن دي.


شال نیوز