پېښور : د پېښور د چمکنو پولیس تاڼې اړوند ترناب فارم چوکۍ ته نږدې د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې د دوو پولیسو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي. ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې ناڅرګنده کسانو د پولیس چوکۍ ته نږدې چاودېدونکي مواد غورځولي وو چې ،د اګست په ۲۶مه، له چاودېدو وروسته یې پر ډیوټۍ ولاړ دوه پولیس او پینځه نور کسان ټپیان کړل.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د تازه لېست له مخې په ټپیانو کې کانسټېبل اعجاز احمد، پولیس ډرایور راحي خان، فضل ګل، نصیر محمد، زبیر خان، سلیم حضرت او سلیم ګل شامل دي. د وروستي کس نوم په لاس لیکل شوي لېست کې په بشپړه توګه روښانه نه دی.
د پېښې له اطلاع وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې او امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته روغتون ته انتقال کړي دي. د ریسکیو چارواکو په وینا، پنځه امبولانسونه او د اور وژنې دوه موټرې په سیمه کې موجودې دي او د پېښې له امله د ممکنه بېړني حالت لپاره چمتو ساتل شوي دي.
د پېښور د ریسکیو ۱۱۲۲ ضلعي ایمرجنسي افسر افتخار خان هم د پېښې ځای ته رسېدلی او د مرستندویه کارروایۍ څارنه کوي. تر اوسه پولیسو د چاودنې د نوعیت، هدف او د برید د مسئولیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.


شال نیوز