کوټه : پولیس وايي، چې د کوټې په سریاب سیمه کې ناڅرګنده وسله‌ والو دوه افغان وګړي په ډزو وژلي دي. د پولیسو په وینا، پېښه ،د اګست د ۲۵مې او ۲۶مې، ترمنځ شپې د شیخ زاید روغتون ته نږدې هغه مهال شوې ده چې دواړه کسان له سیمې تېرېدل. وسله‌ والو پرې ډزې کړې او دواړه پر ځای وژل شوي دي.

 

پولیس وايي، چې وژل شوي کسان د افغانستان د پخواني ملي پوځ له یو پخواني قوماندان بصیر اڅکزي سره نږدې ملګري وو. بصیر اڅکزی د طالبانو له واکمنېدو څو کاله وروسته کوټې ته تللی و. تر اوسه د وژل شوو کسانو نومونه نه دي خپاره شوي او نه هم د برید انګېزه معلومه شوې ده. پولیس وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

 

کوټه کې پر افغانانو ډزې؛ درې کسان وژل شوي، یو ژوبل دی
کوټه کې پر افغانانو ډزې؛ درې کسان وژل شوي، یو ژوبل دی

 

په کوټه کې په وروستیو اوونیو کې پر افغانانو د ورته بریدونو څو نورې پېښې هم شوې دي. د اګست په منځ کې د پخواني افغان پوځ یو بل قوماندان هم په کوټه کې د ناڅرګنده وسله‌ والو په ډزو وژل شوی و.